اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلسن ويلي چې د طالبانو د لومړي وزیر د سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په شمول یې د دې ډلې له چارواکو سره د لیدنې پر مهال په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز مسله مطرح کړې ده، خو د هغوی هیڅ یوه هم د دې دستور د صادرېدو په تړاو وضاحت ورنه کړای شو.
ښاغلي نیکلسن د لیندۍ میاشتې له ۱۸ بیا تر ۲۲ مې په افغانستان کې و او د طالبانو، ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو له چارواکو او د مدني ټولنې له غړو، ښځو، سوداګرو او خبریالانو سره یې وکتل.
ده په هغه اعلامیه کې چې نن (دوشنبه، ۲۶ د لیندۍ) یې خپره کړې، همدا راز ويلي چې د طالبانو چارواکو ونشوای کولای چې پر نجونو او ښځو د هغه بندیز د «فاجعهناکو» پایلو په اړه وضاحت ورکړي چې په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو لګېدلی.
د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي همدارنګه ويلي چې طالبان په منځنیو ښوونځیو، لیسو او پوهنتونو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د لغو کولو لپاره هیڅ مشخصه برنامه نه لري.
توماس نیکلسن ويلي چې د طالبانو له چارواکو او نورو افرادو سره یې د لیدنې پر مهال د طالبانو د امر بالمروف او نهی عن المنکر پر قانون هم بحث کړی دی.
ده زیاته کړې: «ډېرو افغانانو زیاته کړه چې دې قانون څرنګه د شرکتونو او سازمانونو کار پېچلی کړی دی او د تګ-راتګ، کار، خدماتو ته د لاسرسي او کورنیو د تأمین په برخه کې یې د ښځو پر وړتیاوو څرنګه شدید اغېز کړی دی.»
ښاغلي نیکلسن ويلي چې د دې قانون په پایله کې د اروپایي اتحادیې د شریکانو لپاره د راپېښو شویو ننګونو له وجې د افغانستان له خلګو سره د مرستې لګښت لوړ شوی او همدا راز عملیاتي فضا کمه شوې ده.
ده زیاته کړې چې د طالبانو له چارواکو سره یې د هغو راپورونو په اړه هم خبرې کړې دې چې په افغانستان کې د نړیوالو موسسو پر فعالیت د بندیز په تړاو خپاره شوي وو، خو په دې اړه یې جزییات نه دې تر لاسه کړي.
طالبانو دوې اونۍ وړاندې په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او تر دې وړاندې یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون نافذ کړی و چې حتا له کوره دباندې یې د ښځې پر غږ اورېدو هم بندیز لګولی و.
امنیت
د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي ويلي چې که څه هم د افغانستان د وګړو لپاره امنیت یوه جدي اندېښنه نه ده، خو ګاونډي هیوادونه لا هم له افغانستانه د امنيتي اندېښنو په تړاو جدي اندیښنې لري.
ده زیاته کړې چې د ګاونډیو هیوادونو استازو په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت په اړه جندي اندېښنې بیان کړې دي.
د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي ويلي چې د افغانستان د اوسني انساني، سیاسي، حقوق بشري او اقتصادي وضعیت او د هغه کلي مسیر په اړه اندېښمن دی چې طالبانو دا هیواد پرې روان کړی دی.
ده ويلي چې دا اندیښنې په ځانګړې توګه د طالبانو له وروستیو ورکړل شویو دستورونو څخه را پیدا شوې دي.
خو ښاغلي نیکولسن ټینګار کړی: «مګر لا هم د دروازو د تړلو پر ځای پر تعامل باور لرم او هیله لرم چې وبه کولای شو د افغانستان په تړاو په کېدونکو راتلونکو غونډو کې د افغان ځوانانو او کارپوهانو د متفاوتو او زیاتو غږونو د ځای پر ځای کولو لارې پیدا کړو.»
ده زیاته کړې، کومو افرادو چې له ده سره خبرې کړې دي، ټولو ورته سپارښتنه کړې چې په اړیکو او تعاملاتو کې اوږدمهالی لرلید ولري او ویلي یې دې چې که څه هم دا عاقلانه سپارښتنه مني، خو اړتیا داده چې طالبان ځینو مسایلو ته په بېړنۍ توګه رسیدګي وکړي تر څو اروپایي اتحادیه وکولای شي چې په اوسني شکل او حجم سره د افغانستان د خلګو ملاتړ ته دوام ورکړي.
اروپایي اتحادیې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، له دې هیواد سره د بشرپالو مرستو کولو ته دوام ورکړی، خو وخت ناوخته یې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه خپلې اندیښنې بیان کړې دي.