close
Photo: Fars

ایرانی څېړونکی: په تهران کې د افغان زده کړیالانو شمېر د کابل په پرتله زیات دی

اطلاعات روز: د ایران د علامه طباطبایي پوهنتون څېړنیزې مرستیالې او د کډوالۍ د برخې څېړونکې ماندانا تیشه‌یار ويلي چې د دې هیواد د علومو د وزارت له شمېرو سره سم، په ایران کې ۶۰ زره افغان زده کړیالان شته دي «او په یو ډول ویل کېدلای شي چې نن تر کابل په تهران کې د افغان زده کړیالانو شمېر زیات دی».

د ایرنا خبري اژانس له راپور سره سم، اغلې تیشه‌یار دا څرګندونې په یوه تخصصي غونډه کې کړې دي چې د «په ایران کې د کډوالو پېژندنه: تورونه او سیاسي تړاوونه» تر نوم لاندې رابلل شوې وه.

دې زیاته کړې چې افغان وګړي د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته کډوال شوي دي، خو په دې کې هیڅ هیواد هم ۶۰ زره افغان زده کړیالان نه لري.

د پوهنتون دې استادې همدا راز ادعا کړې ده چې «تهران د افغانستان علمي پلازمېنه ده ځکه چې له زده کړیالانو سره-سره د افغانستان د پوهنتونو زیات استادان هم په تهران کې دي».

دې ایرانۍ څېړونکې په داسې حال کې په ایران کې د ۶۰ زره افغان زده کړیالانو د شتون خبر ورکړی چې په ایران کې افغان کډوال د تحصیل په لړ کې له پراخو بندیزونو سره مخ دي او حتا په ځینو څانګو کې د زده کړو اجازه نه لري.

خپلواکو بنسټونو تر اوسه داسې شمېرې نه دې خپرې کړې.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د پوهنتون ګڼو زده کړیالانو او استادانو هیواد پرېښود او د ایران په شمول د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته کډوال شول.