close
انځور: ټولنیزې رسنۍ

ننګرهار کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یوولسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایې چې د دې ولایت په سره رود او کامې ولسوالیو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه تنه مړه او نهه نور ژوبل شوي دي.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند تایب حماد وایې چې لومړۍ پېښه نن سهار (جمعه،۳۰د لېندۍ) شپږ بجې د سره رود ولسوالۍ اړوند«خیراباد»سیمه کې د دوو «کرولا» ډوله موټرو ترمنځ رامنځته شوې چې له کبله یې دوه تنه وژل شوي او اووه کسان ټپیان شوي دي.

د ده په وینا، همدا راز د کامې ولسوالۍ اړوند «داربنګ» سیمه کې د دوو ریکشاوو ترمنځ ترافیکي پېښه کې دوې ښځې ژوبلې شوې دي.

هغه زیاتوي چې د یادو پېښو ټپیان یې د درملنې په موخه د ننګرهار ولایت حوزوي روغتون ته لېږدولي دي چې ډاکترانو یې روغتیایي وضعیت ډاډمن بللی دی.

د یادونې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې له امله یې سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د سړکونو خرابوالی او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي هېواد کې د ترافیکي پېښو د رامنځ ته کېدو مهم لاملونه بلل کیږي.