اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو روغتیایي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پيل شو.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي امین الله شریف وایي، دغه کمپاین نن (دوشنبه، ۳ د مرغومي) پیل او تر راتلوونکو درې ورځو به دوام وکړي.
د هغه په خبره د دغه کمپاین پرمهال به په دغه ولایت کې له پنځو کالو کم عمره شاوخوا ۸.۵ لکه ماشوماتو ته د ګوزڼ ضد دوه څاڅکي واکسین ورکړل شي.
په ورته مهال د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې نن یې د هیواد په یوولس ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل کړی دی.
د یاد وزارت لپاره طالب ویاند شرافت زمان وایي، چې دغه کمپاین په کابل، کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندز ولایتونو کې پیل شوی چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۴.۸ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
هیواد کې د پولیو کمپاین داسې مهال پيلیږي چې د روغتیا نړیوال سازمان د تازه راپور له مخې، سږکال په افغانستان کې د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې تېر کال شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې ټولې یې په ننګرهار کې وې.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هغه هیوادونه دي چې د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي.