اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینو ویلي چې طالبانو د جلال اباد ښار څلورمې ناحېې اړوند «تالاشي»څلور لاري کې د هند کونسلګرۍ پر یوه ژباړن ډزې کړې چې له امله یې یو تن مړ شوی او دوه نور ژوبل دي.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا پېښه نن (سېشنبه، ٤ د مرغومي) ماسپښین دوې بجې د جلال اباد ښار «تالاشۍ» څلور لاري کې رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د «ودود خان» په نامه د هند کونسلګرۍ یو ژباړن غوښتل له صرافۍ مارکېټ پېسې ترلاسه کړي چې له ځایی طالبانو سره یې لومړی لفظي شخړه کړې او بیا یې پر یو بل ډزې کړي او په ترڅ کې یې د نوموړي یو ساتوونکی وژل شوی، په خپله دی او بل ساتوونکی یې ټپي شوي دي.
د صرافۍ مارکیټ چې تالاشۍ څلورلارې ته څېرمه دی، د سرچینې په وینا تر پېښې وروسته د یو نېم ساعت لپاره هم تړل شوی و.
په ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه زموږ له هڅو سره-سره په دې اړه څه نه دې ویلي.