اطلاعات روز: د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» ادعا کړې چې د لیندۍ په میاشت کې یې په اتو ولایتونو کې پر طالبانو ۲۵ بریدونه کړي چې پرمهال یې ۴۲ طالبان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
دې جبهې نن (سېشنبه، ۴ د مرغومي) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل، هرات، بادغیس، فراه، بدخشان، پروان، کاپیسا او کندهار ولایتونو کې یې طالبان په نښه کړي دي.
د «افغانستان ملي مقاومت جبهه» ادعا کوي چې په دې بریدونو کې د طالبانو له تلفاتو سره-سره د دې ډلې درې نظامي وسایط تخریب شوي او د هغوی لسګونه میله وسلې د دې جبهې د غړو لاسته ورغلې دي.
دې جبهې زیاته کړې چې د دوی مطلق اکثریت بریدونه د شپې له خوا ترسره شوي دي.
طالبان عموما د خپلو مخالفو جبهاتو بریدونه ردوي او نه یې مني.
اوسمهال د «افغانستان ملي مقاومت جبهه» او د «افغانستان د ازادۍ جبهه» وايي، چې د طالبانو پر وړاندې وسلهوال فعالیتونه ترسره کوي.