اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شاژدافېرې کیرن ډیکر په غیر دولتي سازمانونو کې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار د بندیز د دویمې کلیزې په مناسبت ویلي چې «په دې موده کې ګڼ شمېر ژوندونه سخت اغېزمن شوي دي».
دې نن (سېشنبه، ۴ د مرغومي) پر ایکس لیکلي چې د ښځو له ګډون پرته د افغانستان لپاره باثباته او مرفه راتلونکی ناشونی دی.
اغلې ډیکر همدا راز په بشري فعالیتونو کې د ښځو ګډون ضروري ګڼلی او ویلي یې دې چې د هغوی حذفول په افغانستان کې روان کړکېچ ژوروي.
د امریکا د سفارت شاژدافیرې ویلي چې متحده ایالات «همدا راز د افغان ښځو تر څنګ ولاړ دي».
طالبانو د ۱۴۰۱ لمریز کال د جدې میاشتې پر درېیمه په غیر دولتي داخلي او نړیوالو سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
د طالبانو اقتصاد وزارت اعلان کړی چې د «حجاب» او د طالبانو د قوانینو د نه مراعتولو په تړاو د شکایتونو له امله یې د هغوی پر کار بندیز لګولی دی.
طالبانو تر دې بندیز وروسته د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د ښځو پر کار بندیز لګولی.
د وروستیو دوو کلونو پر مهال د افغانستان خلګو او د نړۍ هیوادونو بیا-بیا د ښځو پر کار د بندیز لغو کېدل غوښتي، خو طالبانو تر اوسه دې غوښتنو ته پام نه دی کړی.