close

د پکتیا پر برمل د پاکستان هوایي برید؛ د طالبانو دفاع وزارت: بې ځوابه یې نه پرېږدو

اطلاعات روز: د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان هغه هوایي برید تایید کړی چې د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې ترسره شوی دی.

دې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا بمباري نن ماښام (سې شنبه، ۴ د مرغومي) شوې او په ترڅ کې یې ولسي وګړي چې ډېری یې د وزیرستان کډوال دي، په نښه شوي دي. په دې برید کې یو شمېر ماشومان او نور ولسي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي: «د افغانستان اسلامي امارت دا وحشیانه عمل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف او ښکاره تجاوز ګڼي او په کلکه یې غندي.»

دې وزارت زیاته کړې: «پاکستانی اړخ باید پوه شي چې دا ډول خپل‌سري اقدامات د هېڅ ستونزې حل لار نه ده.»

د طالبانو دفاع وزارت ټینګار کړی چې «دا بزدلانه عمل به بې ځوابه پرېنږدي او د خپلې خاورې او حریم دفاع خپل مشروع حق ګڼي.»

ځایي سرچینو نن شپه (سې شنبه، ۴ د مرغومي) راپور ورکړی چې پاکستان د برمل ولسوالۍ په څو سیمو هوایي بریدونه کړي دي.

ځینو سرچینو ویلي چې په دې بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د غړو پټنځایونه په نښه شوي دي.

په یوه غږیز پیغام کې چې اطلاعات روز ته رسېدلی، د طالبانو یو غړی وایي: «کډوال دې خپل موبایلونه بند کړي او سیم‌کارتونه دې وباسي، ځکه الوتکې ډېرې پرواز کوي او بمبارۍ کوي.»

پاکستاني خبریال طاهر خان لیکلي چې د TTP ځینو غړو د پاکستان په هوایي بریدونو کې د یو مهاجر کمپ په نښه کېدو پخلی کړی دی.

پاکستان مخکې هم څو ځله د هېواد د ختیځو ولایتونو په سرحدي سیمو بریدونه کړي او ویلي یې دي چې د TTP پټنځایونه او غړي یې په نښه کړي دي.

دا برید په داسې حال کې ترسره شوی چې په  کابل کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د طالبانو له چارواکو سره په خبرو بوخت دی.