اطلاعات روز: د هند په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینو هندي رسنیو ته تایید کړې، چې په جلال اباد کې د دغه هیواد د کونسلګرۍ یو ځايي کارکوونکی ټپي شوی دی.
هندي رسنۍ «آان ای» د هند د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله لیکلي، چې د افغانستان په جلال اباد ښار کې د هند په تړل شوې قونسلګرۍ کې یو ځايي افغان کارکوونکی په یوه پیښه کې لږ ټپي شوی دی.
د دغو سرچینو په وینا، د هند د بهرنیو چارو وزارت له طالب چارواکو سره په تماس کې دی او د پېښې په اړه راپور ته منتظر دي.
د هند د بهرنیو چارو په وزارت کې یوې سرچینې ویلي: «موږ له افغان چارواکو سره په تماس کې یو او د پېښې په اړه راپور ته په تمه یو.»
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد اطلاعات روز ته په یو استولي پیغام کې ویلي، چې د قونسلګرۍ کارکوونکی عبدالودود شیرزاد د نامعلومو کسانو له لوري ټپي شوی دی.
د حماد په خبره، شېرزاد پرون له غرمې وروسته د جلال اباد ښار د څلورمه امنيتي حوزې اړوند سیمه کې په نښه شوی او بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د طالبانو امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې د بريد عوامل پيدا کړي.
تېره ورځ په ننګرهار کې ځینو سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی و، چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د هند د کونسلګرۍ پر یو کارکوونکي برید شوی، چې نوموړی ټپي او ساتونکی یې وژل شوی دی.
خو ننګرهار کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند په دغه بريد کې د کوم کس وژل کېدل تایید نه کړل.
هند په ۲۰۲۰ کال کې په جلال اباد کې خپله قونسلګري تړلې وه.