اطلاعات روز: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې ښکاره تیری او د افغانستان د ملي حاکمیت نقض بللی دی.
ښاغلي کرزي ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا په سیمه کې د افراطیت د تقویه کېدو په موخه د پاکستان ناسم سیاستونه او د افغانستان د دوامدار تضعیف هلې ځلې بللې دي.
کرزي ویلي، چې د دې کړکیچ هوارول د پاکستان له خوا د دغو سیاستونو په سمدستي او جدي بیاکتنې پورې اړه لري.
پخواني ولسمشر زیاته کړې، چې د ښه ګاونډیتوب او ښو اړیکو پر بنسټ د باور فضا رامنځته کول د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
ځايي سرچينې وايي، تېره شپه د پکتيکا د برمل ولسوالۍ پر ځينو سيمو پاکستاني پوځيانو بمبار کړى دى.
د سرچينو په وینا، چې په دې ولسوالۍ کې لږ تر لږه څلور سيمې په نښه شوې دي.
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې په دې بمباري کې ملکي وګړي، چې ډېری یې د وزیرستان کډوال دي، په نښه شوي او یو شمېر ماشومان او نور ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د اطلاعات روز خبریال د دغه برید دقربانیانو انځورونه هم ترلاسه کړي دي. په دغو انځورونو کې د څو ماشومانو جسدونه لیدل کېږي. باوري سرچینو تر اوسه د دغو انځورونو کره والی نه دی تایید کړی.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د څلورو پاکستاني امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې پاکستان د سې شنبې په ورځ په نادره هوايي بریدونو کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان څو مشکوک پټنځایونه په نښه کړي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دغو بريدونو کې يو تعليمي مرکز هم ويجاړ شوى او يو شمېر وسله وال وژل شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، دغه بریدونه د پکتیکا ولایت په یوه غرنۍ سیمه کې چې له پاکستان سره پوله لري، شوي دي.
د پاکستان پوځ تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د دفاع وزارت دغه بریدونه د ټولو نړیوالو اصولو خلاف او ښکاره تیری بللی او ویلي یې دي چې «دا بزدلانه عمل به بې ځوابه پرېنږدي».
دې وزارت زیاته کړې: «پاکستانی اړخ باید پوه شي چې دا ډول خپلسري اقدامات د هېڅ ستونزې حل لار نه ده.»
پاکستان په ځلونو د هېواد په ختیځو ولایتونو کې پر سرحدي سیمو بریدونه کړي او ویلي یې دي چې د تحریک طالبان پاکستان پټنځایونه او غړي یې په نښه کړي دي.
دا برید په داسې حال کې ترسره شوی چې په کابل کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د طالبانو له چارواکو سره په خبرو بوخت دی.