اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند ګمبیري سیمه کې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د طالبانو پر نظامي موټريز کاروان برید شوی دی.
سرچینې ادعا کوي، چې دغه برید تېره شپه (چهارشنبه، ۱۵ د کب) د قرغیو ولسوالۍ اړوند «ګمبیري» سیمه کې د طالبانو پر هغه نظامي کاروان شوی چې تورخم ته یې ډي سي توپونه لیږدول.
سرچینه زیاتوي، چې دغه ډي سي ټوپونه د طالبانو د «۲۰۱ خالد بن ولید» قل اردو څخه تورخم ته لیږدول کیدل چې له سیمې څخه د تېریدو پرمهال د وسله والو له کمین سره مخ شوي دي.
په همدې حال په سیمه کې نورې سرچینې هم تاییدوي چې تېره شپه یې په ګمبیري سیمه کې د ډزو غږونه اوریدلي او دغه راز د کابل-جلال اباد لویه لاره هم د څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه.
په دغه برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
مونږ هڅه وکړه چې په دې اړه ننګرهار او لغمان کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې زمونږ اړېکه ځواب نه کړه.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.