اطلاعات روز: زابل کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په میزانې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ وسله واله شخړه کې د یوې کورنۍ درې تنه وژل شوي دي.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې پیښه د تېرې پنجشنبې په ورځ (۱۶ د کب) د ميزانې ولسوالۍ اړوند «ارغسو» سيمه کې رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي، چې شخړه د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې چې پرمهال یې د یوې کورنۍ درې تنه چې پلار او دوه زامن وو، په ډزو وژل شوي دي.
د دې سرچینې په وینا، چې یاده شخړه کې ښکيل ۸ کسان د طالبانو لخوا نيول شوي، خو ځایي طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هیواد په سویل کې ډیر کله داسې پیښې د ځمکې، اوبو او کلیوالي ستونزو له کبله رامنځته کېږي او تل له ځان سره مرګ ژوبله لري.