اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي چې دا هیواد د متحده ایالاتو د هغه نظر ملاتړ کوي چې غواړي په افغانستان کې پاتې شوې وسلې بیرته تر لاسه کړي.
ده د پنجشنبې په ورځ (۱۶ د کب) په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان اندېښنه لري چې دا وسلې به د ترهګرو ډلو لاس ته ورشي او د پاکستان په خاوره کې دننه به استفاده ترې وشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: «که متحده ایالات وغواړي چې د دې وسلو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي، د سیمې د ټولیز امنیتي چاپېریال په ګټه به وي.»
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر هم د متحده ایالاتو د ملي امنیت له مشاور مایک والټز سره په خبرو کې د ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې ملاتړ کړی چې په افغانستان کې د پاتې نظامي تجهیزاتو راستنول یې غوښتي و.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو په افغانستان کې د پاتې شویو نظامي تجهیزاتو پر بیا راستنونې ټینګار کړی دی.
ده وړاندې ویلي و چې په دې تجهیزاتو سره د طالبانو د پرېډ لیدل یې غوسه کوي.
د پاکستان او طالبانو د اړیکو راتلونکی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې اسلام اباد له افغانستان سره د ګاونډیتوب ښې اړیکې غواړي.
په عین مهال کې د ده په وینا «ترهګري لا هم هغه موضوع ده چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د ښو اړیکو د مرحلې لرلید یې ضعیف کړی دی.»
شفقت علي خان ویلي چې په افغانستان کې ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان ته برابر چاپېریال هغوی ته د فعالیت امکان ورکړی.
د تورخم د لارې تړل کېدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د تورخم لارې د تړل کېدو په اړه ویلي چې د طالبانو اقدامات د دې لارې د تړل کېدو لامل وو.
ده ویلي چې طالبانو د پولې په دوو ځایونو کې د پاکستان په خاوره کې دننه د غیر قانوني او یو اړخیزې رغونې اقدام کړی دی. همدا راز، د ده په وینا چې طالب ځواکونو د تورخم د سرحدي ترمینال او پاکستان د نظامي پوستو پر لور ډزې کړې دي.
دې پاکستاني چارواکي ویلي: «پاکستان د تورخم پر ترمینال پاروونکي او پرلپسې اقدامات غندي، دا ترمینال د دوه اړخیزې او سیمهییزې سوداګرۍ د اسانچارۍ لپاره د ترانزیټي سوداګرۍ واحد مدیریتي سیسټم دی.»
ده ویلي چې د افغانستان په سختو اقتصادي شرایطو کې د تورخم لارې تړل معقوله پرېکړه نه ده او کولای شي وضعیت نور هم خراب کړي.
دوې اونۍ کېږي چې تورخم لار تړلې ده او د پرانیستلو لپاره یې خبرو کومه پایله نه ده ورکړې. د دې مودې پر مهال د طالب او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ګڼو نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.