اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال پر مهال واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دې ډلې له عمومي ژوند څخه د ښځو د حذف لپاره تر ۸۰۰ زیات «ظالمانه او وحشیانه» فرمانونه ورکړي دي.
دې بنسټ نن (شنبه، ۱۸ د کب) پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي دي چې دا فرمانونه د دې لامل شوي دي چې غږونه یې چوپ کړل شي او له لومړنیو ازادیو بې برخې کړل شي او په دې توګه د سیاست، قانون جوړونې، ورزش او هنر په برخو کې هیڅ ښځه حضور ونه لري.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې همدا راز د دې فرمانونو له کبله ۱.۴ میلیون نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.
دې بنسټ ویلي چې نړۍ نشي کولای دا وضعیت له پامه وغورځوي.
د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې یوازې اعلامیې کافي نه دي او ملموس اقدام ته اړتیا ده.
دې بنسټ په افغانستان کې د جنسیتي ځورونې پای ته رسېدل غوښتي او له وګړو یې غوښتنه کړې چې د یوه غوښتنلیک په لاسلیکولو سره دې له دې کمپاین سره یو ځای شي.