اطلاعات روز: ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا شپه (دوشنبه، ۲۰ د کب) د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
په دې غونډه کې به افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشره رزا اوتنبایوا د دې هیواد د وضعیت په اړه راپور ورکړي.
په افغانستان کې وضعیت لاهم خراب دی، او دا هیواد له ګڼو بحرانونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د افغانستان په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې که څه هم په افغانستان کې د تېر دریو کلونو راهیسې سخته جګړه پای ته رسېدلې، خو د دغه هېواد اقتصاد لاهم کمزوری دی او د نړۍ له تر ټولو بدو بشري بحرانونو سره مخ دی.
ښاغلي ګوتریش په دې راپور کې ویلي، چې د طالبانو دوامداره محدودیتي تګلارو او اقداماتو چې په افغانانو، په ځانګړې توګه پر ښځو لګول شوي، په ټول هیواد کې اقتصادي فعالیتونه او معیشت نور هم محدود کړی او اړمنو خلکو ته د مرستې رسول یې ستونزمن کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د مارچ په ۱۷مه هم افغانستان کې د دې سازمان د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت په اړه ځانګړې غونډه وکړي.
تمه کېږي چې د یوناما ماموریت، چې د مارچ په ۱۷مه پای ته رسیږي، په دې غونډه کې به بیا وغځول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت اغیزمن او بریالی نه بولي.