اطلاعات روز: په بلخ کې باوري سرچینې وايي، چې طالبانو د دې ولایت په مرکز مزار شریف کې د ایران قونسلګرۍ مخې ته څو کسان وهلي ډبولي دي او له ډلې یې یو ځوان مړ شوی دی.
سرچینې وايي، چې دا ځوان عطاالله نومېده او د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ د «چغاتک» کلي اصلي اوسېدونکی و.
د سرچینو په وینا، عطاءالله پرون (شنبه، ۱۸ د کب) په مزار شریف ښار کې د ایران قونسلګرۍ مخې ته وهل شوی، چې لومړی ټپي شوی، خو وروسته یې روغتون کې ژوند بایللی دی.
د سرچینو په وینا، عطاءالله د ایران ویزې د ترلاسه کولو په لټه کې و.
سرچینې زیاتوي، چې طالب ځواکونو پرون هغه کسان وهلي ټکولي دي چې د ایران قونسلګرۍ مخې ته د ویزې ترلاسه کولو په موخه راټول شوي وو.
د سرچینو په وینا، د وهل شویو کسانو په منځ کې د شپږو کسانو روغتیايي حالت خورا نازک دی او دا مهال تر درملنې لاندې دي.
په بلخ کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.