اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي چې د دې ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي.
نورستان ولایت مقام لپاره د طالبانو ویاند فریدون صمیم وایي چې دا پېښه نن (یکشنبه، ۱۹ د کب) د برګمټال ولسوالۍ په «افزوک» سیمه کې را منځته شوې.
فریدون صمیم ویلي، دا پېښه د یوه لرګین پله د ماتېدو له امله را منځته شوې چې یو ډاټسن موټر پرې بلې سیمې ته روان و.
نوموړي د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په تړاو څه نه دي ویلي خو وایي چې د درملنې په موخه ځایي روغتون ته لېږدول شوي.
دا په داسې حال کې چې نورستان کې د خرابو سړکونو او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله وخت ناوخته ترافیکي پېښې را منځته کېږي چې ډېری مهال مرګ ژوبله هم لري.