اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نهه غړو په یوه ګډه اعلامیه کې د نړیوالې جنایي محکمې د څارنوال له لوري د طالبانو د مشر او قاضی القضات د نیول کېدو غوښتنې ته په اشارې ویلي، چې د ښځو او نجونو د حقونو د پراخ نقض او بنسټیز کېدو په دلیل د دې اقداماتو ملاتړ کوي، ترڅو دا ډله وپوښتل شي او [د خپلو اعمالو] ځواب ووایي.
دا اعلامیه تېره شپه (دوشنبه، ۲۰ د کب) د ډنمارک، فرانسې، یونان، ګویان، پاناما، جنوبي کوریا، سیرالیون، اسلووني او بریتانیا له لوري خپره شوې ده.
دې هیوادونو یوځل بیا د طالبانو «دوامدار او سیسټماټیک جنسیتي» تبعیض او د جنسیت پر اساس د دې ډلې د تاوتریخوالي زیاتوالی غندلی دی.
د امنیت شورا غړو د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ۱۳۲۵ پرېکړهلیک په ګډون د دې شورا پرېکړهلیکونو ته په اشارې ویلي، چې غړي هیوادونه ژمن دي چې د بشري حقونو په توګه د ښځو له ټولو حقونو او د سولې او امنیت د ساتنې لپاره په ټولو هڅو کې د ښځو د ګډون ملاتړ وکړي، مګر اوس مهال په افغانستان کې افغان ښځې او نجونې له عمومي ژوند څخه حذف شوي او د هغوی غږ چوپ کړل شوی دی.
د امنیت شورا غړو ویلي، چې طالبانو تر ۸۰ زیات فرمانونه او لارښودونه صادر کړي چې په ځانګړې توګه یې د ښځو او نجونو ازادۍ، حقونه او ورځنی ژوند په نښه کړي دي.
دې هیوادونو د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو د «نه منلو وړ او نه توجیه کېدونکو» اقداماتو موخه د تبعیض د سیسټم بنسټیز کول او د جنسیت پر بنسټ ځورونه ګڼلې.
د دې هیوادونو د استازو په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ دا سیاستونه په کلکه غندو او له طالبانو غواړو چې په بېړه د بشري حقونو سیسټماټیک نقض په ځانګړې توګه هغه سیاستونه او تبعیضي کړنې چې د ښځو او نجونو بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ نقض کوي، ودروي او لغوه یې کړي.»
د امنیت شورا غړو ټینګار کړی چې طالبان باید د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون (CEDAW) په ګډون د افغانستان نړیوالو تعهداتو ته درناوی وکړي.
د امنیت شورا د غړو په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ د هغو اقداماتو هرکلی کوو چې طالبان د ښځو او نجونو د بشري حقونو د پراخ او بنسټیز شوي نقض له امله پوښتي. موږ د نورو نوښتونو ترڅنګ د نړیوالې جنایي محکمې د څارنوال له لوري د طالبانو د دوو لوړپوړو مشرانو د نیولو غوښتنه او د جنسیتي ځورونې او شکنجې په ګډون د جنسیت پر اساس د جنایاتو په تړاو د پوښتنې-ګرویږنې کولو لپاره تعهد تکراروو.»
د نړیوالې جنایي محکمې لوړپوړي څارنوال کریم خان د سلواغې میاشتې پر پنځمه اعلان وکړ چې د جنسیتي ځورونې پر اساس د بشري جنایت له امله یې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه ثبت کړې ده.
طالبانو د نړیوالې جنایي محکمې د څارنوال له لوري د دې ډلې د مشر او سترې محکمې د رییس د نیولو غوښتنې ته په ځواب کې رسما اعلان وکړ چې ځان د روم د اساسنامې او نړیوالې جنایي محکمې پر وړاندې «مکلف» نه بولي.
د ښځو ګډون اړین دی
د امنیت شورا غړو د خپلې اعلامیې په دوام ویلي، چې دې شورا د ۲۵۹۳ (۲۰۲۱) او ۲۶۸۱ (۲۰۲۳) پرېکړهلیکونو له لارې څرګنده کړې چې د ژوند په ټولو برخو کې د افغانستان د ټولو ښځو او نجونو بشپړ، برابر، معنادار او خوندي ګډون په افغانستان کې د سولې، ثبات او رفاه لپاره ضروري دی.
دوی د افغانستان په راتلونکي او اوږدمهالي پرمختګ، د سولې او امنیت د خوندي کولو لپاره په ټولو هلو-ځلو او همدا راز د دوحې د بهیر په ګډون په ټولو ډیپلوماټیکو هڅو کې د ښځو د بشپړ ګډون غوښتنه کړې ده.
د امنیت شورا غړو ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو ټول غړي هیوادونه او د یوناما په ګډون د دې سازمان ټولې ادارې باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره د یوې منسجمې تګلارې د ترویج هڅې وکړي.
دوی د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي د دفتر یا یوناما د ماموریت د بشپړ تمدید لپاره خپل ملاتړ اعلان کړی دی.