close

کندهار کې د یوې ترافیکي پیښې له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت د ښار اړوند عینو مېنې ته څېرمه د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي.

یوې ځایي سرچینې وویل، چې دغه پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۲۰ د کب) شاوخوا ۹:۰۰ بجې د یو پرونر او ۳۰۴ مسافر وړونکي بس د ټکر له امله رامنځته شوې.

سرچینه زیاتوي، چې په دې ترافیکي پیښه کې د پرونر چلوونکی مړ او په بس کې شپږ تنه ټپیان شوي دي.

سرچینه وایي، ټپیان د سیمې نږدې روغتون ته لېږدول شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د دې ترافیکي پیښې لامل نه دی معلوم او نه هم کندهار کې د طالبانو ځایي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه ویلي دي.

هیواد کې د ډیری ترافیکو لاملونه د موټرو چټک سرعت، د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي.