close
Photo: WHO

د افغانستان د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د پنځه کلنې برنامې پیلېدل

اطلاعات روز: په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان دفتر وایي چې د روغتیايي بنسټونو په همکارۍ سره یې د افغانستان د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د «روغتیا ملي سیاست ۲۰۲۵-۲۰۳۰» تر نوم لاندې پنځه کلنه برنامه پیل کړې ده.

د دې سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پلان له مخې موخه داده چې ډاډ تر لاسه شي چې ځای او مالي امکاناتو ته له پام پرته ټول باکیفیته روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ولري.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان د ماموریت رییس ډاکټر ادوین سنیزا سالوادور ویلي چې «دا سیاست یوازې یو سند نه دی، بلکې د سالم افغانستان لپاره یوه طرحه ده».

ده ویلي: «د روغتیایي نظام په پیاوړي کېدو، روغتیایي پاملرنو ته د لاسرسي په ښه کېدو او د پایداره مالي تأمین په تضمینېدو سره موږ د یوه داسې سیسټم بنسټونه ږدو چې د افغانستان د خلګو د راتلونکو نسلونو لپاره به خدمت کوي.»

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دې سیاست د تطبیق لپاره یې د روغتیا د برخې له متخصصینو سره پراخې زده کړییزې ناستې کړې دي.

د دې سازمان په وینا، د ۲۰۲۵ په فبروري کې تر ۲۵۰ زیاتو ګډونوالو په دې غونډو کې زده کړې وکړې.

د غونډو یوه ګډونوال چې د بدخشان یو ډاکټر دی، ویلي چې د روغتیا د ملي سیاست اغېز تر روغتونو او کلینیکونو پراخ دی.

ده ویلي: «دا کار ژوند ژغوري، روغتیایي پایلې ښې کوي او نابرابري کموي.»

دې ډاکټر ویلي چې «موږ کلونه په لیرې پرتو سیمو کې د درملو له کمښت، د ناروغانو لپاره له مالي خنډونو او زد کړو لرونکو متخصصینو له کمښت سره مخ وو. دا پالیسي موږ ته یو روښانه جهت او هغه ابزار راکوي چې په خپلو ټولنو کې د واقعي تغییر لپاره ورته اړتیا لرو.»

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روغتیا ملي سیاست ځینو اړخونو لکه زیات لاسرسي، د لاسرسي وړ او پایداره روغتیایي خدماتو، د بېړني چمتووالي لا غوره والي او د روغتیا ټولنیزو لاملونو ته په پام کولو سره افغانستان د یوه لا پیاوړي او انعطاف پذیزه روغتیایي سیسټم پر مسیر برابروي.

دې سازمان ویلي چې په بريالي ډول د دې سیاست د پلي کولو لپاره همکارۍ او پایدارې پانګونې ته اړتیا ده.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ویلي: «روغتیا یو بنسټیز حق دی، نه امتیاز. دا سیاست یو ځل بیا زموږ پر ټولیزې ژمنې ټینګار کوي چې هر افغان باید په هر ځای کې هغو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ولري چې وړ یې وي.»

د افغانستان روغتیایي نظام د بهرنیو مرستو له کمښت او د طالبانو له سیاستونو اغېزمن شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې رزا اوتنبایوا د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې د بشرپالو مرستو تر کمېدو وروسته تېره میاشت په هیواد کې ۲۰۰ روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.

په عین مهال کې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز ښځینه ډاکټرانې او نرسانې په زیاته پیمانه کمې کړې دي؛ هغه هم په داسې حال کې چې دې ډلې د نارینه ډاکټرانو له لوري د ښځینه ناروغانو پر درملنې بندیز لګولی دی.