اطلاعات روز: د طالبانو حکومت د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د پولې د نښه کولو تړون د لاسلیک هرکلی کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه، ۲۵ د کب) په یوې خبرپاڼه ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم له لارې د دغه اوږدمهالي اختلاف هواری د سیمې د ثبات، اقتصادي ودې او د متقابل باور پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام ګڼي.
د تاجکستان او قرغزستان مشرانو د پنجشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو کلونو خبرو اترو وروسته د خپلو ګډو پولو د ټاکلو لپاره یو تړون لاسلیک کړ.
دا تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې مودې سرحدي شخړې د پای ته رسولو هڅه بلل کېږي.
تاجکستان او قرغزستان نږدې زر کیلومټره ګډه پوله لري.
د دې دواړو هېوادونو ترمنځ پولې په نښه شوې نه وې، او دا د کلونو راهیسې د سرحدي سیمو د اوسیدونکو ترمنځ د کروندو، اوبو سرچینو، سړکونو او څړځایونو د کارولو په اړه شخړې رامنځته کړې وې.
دغه راز یاده موضوع په تیرو دوو لسیزو کې د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د خونړیو شخړو لامل شوې وه، چې پرمهال یې دواړو خواوو سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.
د دې هوکړې سره سم دواړو هیوادونو خپلې سرحدي لارې بیرته پرانیستې دي.