close

په کندهار او نورستان کې د دوو ترافیکي پیښو له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: په کندهار او نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې د دوو ترافیکي پیښو له کبله پنځه تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د طالبانو د ترافيکو مدير حبیب الله حفاظت وايي، چې تېره شپه (سې شنبه، ۲۸ د کب) ماسخوتن ۰۸:۱۵ بجې د دغې ولسوالۍ اړوند کابل-کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پیښې له کبله پنځه تنه مړه شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې دغه ترافیکي پیښه د فیلډر او ټیلر موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په فیلډر کې ناست پنځه تنه ټول مړه شوي دي.

د ده په وینا، چې ټول مړه شوي کسان تر ۵۰ کلونو پورته عمرونه لري او په دې منځ کې د زابل ولايت پيژندل شوی روحاني شخصيت «حاجي ميراغا» هم شامل دی.

حبیب الله حفاظت وایي، چې د ټيلر چلوونکی او کلینر دواړه له سيمې څخه تښتيدلي او د دوی تر تعقیب لاندې دي. هغه د دې پیښې لامل نه دی په ګوته کړی.

ورته مهال نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په دوآب ولسوالۍ کې د یوه ډاټسن موټر د چپه کېدو له امله یوولس تنه ټپیان شوي دي.

د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم وایي، دا پېښه نن (چهار شنبه ۲۹ د کب) سهار شاوخوا ۰۶:۰۰ بجې د دوآب ولسوالۍ «دهن پیار» سیمه کې را منځته شوې.

صمیم زیاتوي، د پېښې ټپیان د ځایي خلکو له لوري د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي وضعیت په تړاو څه نه دي ویلي.

نوموړی وایي، ټپیان د کونړ ولایت اوسېدونکي دي چې د نورستان په دوآب ولسوالۍ کې د کان کیندنې پر چارو بوخت وو.

د دې ترافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي، د زیاتې سپرلۍ لېږدول او د لارې خرابوالی بلل شوی.

د یادونې ده چې په وروستیو ورځو کې نورستان کې د ترافیکي پېښو ګراف لوړ شوی چې له امله یې ګڼ کسان مړه او ټپیان کېږي.