close

د کډوالو پر بیرته ستنېدو د پاکستان فشار؛ د بشر حقونو څار: افغانستان د بیرته تګ لپاره امن نه دی

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان دولت پر افغان کډوالو فشار زیات کړی چې بیرته خپل هیواد ته وګرځي، په داسې حال کې چې هغوی په افغانستان کې د طالبانو له ځورونې او بدو اقتصادي شرایطو سره مخ دي. 

د بشر حقونو د څار په وینا، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ترینګلی دی او ښځې او نجونې له زده کړو او خپلو حقوقو او ازادیو څخه بې برخې دي. 

همدا راز د بشري حقونو مدافعین، خبریالان او د پخواني حکومت کارکوونکي له خطر سره مخ دي. 

د بشر حقونو څار ادارې ویلي، چې کوم کسان هیواد ته ستانه شوي، هغوی د زیاتېدونکې بې‌کارۍ، خراب روغتیایي سیسټم او کمېدونکو بهرنیو مرستو په منځ کې د ژوندي پاتې کېدو هڅې کوي. 

د بشر حقونو د څار اسیایي مدیر الین پیرسون ویلي: «پاکستاني چارواکي باید ژر تر ژره افغانستان ته د دې هیواد د وګړو له ستنولو لاس واخلي.» 

ده ټینګار کړی طالبان هم باید په افغانستان کې د ورستنېدونکو پر وړاندې له هر ډول انتقام اخیستنې ډډه وکړي او د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل تبعیضي سیاستونه ختم کړي. 

د پاکستان دولت د مارچ تر پای پورې بې اسناده کډوالو او د افغانستان د تابعیت لرونکو (آی سي سي) ته وخت ورکړی چې باید پاکستان پرېږدي. 
د «پي او آر» کارت لرونکو د اقامت موده هم د جون تر ۳۰مې پورې غځول شوې. 

له پاکستانه د شړنې په پخوانۍ څپه کې چې د ۲۰۲۳ له سپټمبر څخه بیا د ۲۰۲۴ کال تر جنوري پورې روانه وه، تر ۸۰۰ زره زیات کسان افغانستان ته راوګرځیدل.

د بشر حقونو څار ویلي، چې په دې کې ډېری کسان په پاکستان کې زېږېدلي و او یا یې هم څو لسیزې هلته ژوند کړی وو. 

د دې بنسټ په وینا، د ۲۰۲۴ کال له نومبر څخه پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو د شړنې لپاره فشارونه زیات کړي دي او کوم کسان چې راستانه شوي، په هغو کې ۷۰ سلنه ماشومان او ښځې دي – د هغو نجونو او ښځو په ګډون چې له زده کړو بې برخې دي.

د پخوانیو نظامیانو شړل

د بشر حقونو څار ویلي، چې له خطر سره د مخ کسانو ترمنځ هغه افراد هم شته چې د افغانستان د پخواني دولت له امنیتي ځواکونو سره تړاو لري. 

د بشر حقونو څار سازمان او ملګرو ملتونو د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو غیر قانوني وژنې، جبري ورکیدنې، خپلسرې نیونې، شکنجې او ورسره بد چلند مستند کړي دي. 

احمد م. چې د پخواني دولت په امنیتي ځواکونو کې یې کار کاوه، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تښتېدلی او د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې افغانستان ته شړل شوی دی. 

ده بشر حقونو څار ته ویلي، چې افغانستان ته د ورتګ پرمهال د طالبانو له لوري ونیول شو. 

احمد م. ویلي: «زه دوې میاشتې بندي وم. هره شپه یې راته ویل: نن شپه دې وژنو، خو دا کار یې نه کاوه. د ملي امنیت د ریاست په زندان کې یې ووهلم. هغوی به خپل مخونه پټول، ځکه نه یې غوښتل چې ویې پېژنم. دوې میاشتې وروسته خوشي شوم، خو زیات همکاران مې پېژنم چې نیول شوي او ورک شوي دي.» 

د بشر حقونو د څار په وینا، خبریالان او د طالبانو منتقد فعالان چې پاکستان ته تښتېدلي وو، هغوی هم له انتقام اخیستنې وېره لري. په دې کې هغه ښځې هم شاملې دي چې د طالبانو پر سیاستونو یې اعتراض کړی و، هغوی له ګواښ، نیونې او شکنجې سره مخ دي. 

د بشر حقونو د څار اسیایي مدیر ويلي: «افغانستان د کډوالو د جبري ستنیدنې لپاره خوندي نه دی. کومو هیوادونو چې ژمنه کړې وه چې له خطر سره مخ افغانان به مېشتوي، هغوی باید د پاکستان وضعیت ته ژر غبرګون وښیي او دا موارد چټک کړي.» 

د پاکستاني پولیسو د ناوړه ګټې اخیستنې زیاتېدل

د بشر حقونو څار ویلي، چې د کډوالو د ډلییزې شړنې لپاره د پاکستاني چارواکو کمپاین له افغان وګړو څخه د پاکستاني پولیسو د ناوړه ګټې اخیستنې لامل شوی دی. 

پناه غوښتونکو د بشر حقونو څار ته ویلي، چې پاکستاني پولیسو به یې پر کورونو شپه او ورځ چاپې وهلې او افراد به یې د پولیسو مرکزونو ته وړل، ترڅو پیسې ترې واخلي. 

یوې ۳۳ کلنې افغانې چې په اسلام اباد کې مېشته ده، ویلي چې د دې پر کور یې د سهار پر څلور بجې یرغل ور ووړ؛ «لکه د جنایتکارانو په لټه چې وي. دا یوه ډېره ځوروونکې تجربه ده.» 

زهرا چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي؛ ویلي: «لارۍ یې راوسته او خلک یې نیول، که دروازه خلاصه نه کړئ، له پنجرې را اوړي. هغوی ماشومانو یا هم د لوړ عمر افرادو ته اهمیت نه ورکوي. زه داسې خلک پېژنم چې معتبرې ویزې یې درلودې، خو اړ و چې له ۲۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو پورې روپۍ ورکړي چې ونه نیول شي.» 

پخوانۍ څارنوالې هاشمې م. ویلي، وېرېږي چې افغانستان ته به وشړل شي. 

دې ویلي: «ما ګاونډیانو ته قلف ورکړی دی چې دروازه راپسې بنده کړي، ترڅو هغوی فکر وکړي چې زه په کور کې نه یم. له پرون راهیسې مې د څلور کلنې لور تبه ده، خو دا جرأت مې نه دی کړی چې ډاکټر ته یې بوزم، ځکه چې دباندې نه ځم.» 

یوه ښځه چې په اسلام اباد کې پټه ده، وایي: «دوی له ټولګیو کسان نیولي دي. دا واقعیت چې هغوی (پولیس) هرځای خلک نیسي، د خلکو پر رواني روغتیا اغېز کوي.» 

د مرستندویو بنسټونو استازي وایي، چې په پاکستان کې تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان له مور او پلار پرته پرېښوول شوي دي او یا هم یوازې افغانستان ته شړل شوي. 

د غیر دولتي سازمانونو یوه استازي ویلي، چې ځینې افغانان د شړل کېدو له وېرې خپل اولادونه له زده کړو راګرزوي. په ځانګړې توګه ځوان نارینه اولادونه د نیول کېدو او شړل کېدو له خطر سره مخ دي. 

د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته نجونې او ښځې له زده کړو منع کړې دي. 

د بشر حقونو څار ویلي، چې دا بندیز د هغو افرادو لپاره ویجاړوونکی دی چې له پاکستانه راستنېږي، چیرته چې نجونې او ښځې ښوونځي او پوهنتون ته تللای شوای. 

نورمحمد چې نیمروز ته ستون شوی، ویلي: «۱۳ کلنه لور مې ښوونځي ته تلله او دلته نه شي تللای. دا یو سخت ژوند دی.» 

محمود س. چې ۲۷ کاله یې په پاکستان کې ژوند کړی دی او د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې لوګر ته ستون شوی، ویلي یې دي چې مخکې یې لوڼې په پاکستان کې ښوونځي ته تللې او په افغانستان کې نه شي کولای. 

عایشه ال. چې د ۲۰۲۳ په ډسمبر کې د پاکستان پرېښودو ته اړه شوې، ویلي یې دې چې لور یې په پاکستان کې د انګلیسي ژبې ښوونکې وه. دې ویلي: «دلته ټوله ورځ ژاړي او خپه ده.» 

فاطمه م. چې د ۲۰۲۴ په جنوري کې د پاکستان پرېښودو ته اړه شوې او کابل ته ستنه شوې، ویلي: «احساس کوم چې په زندان کې یم، خو نه پوهېږم چې جرم مې څه دی.» 

خدماتو ته د معلولو وګړو نه لاسرسی 

د بشر حقونو څار ویلي، چې معلولیت لرونکي افراد چې خپلو اصلي ولایتونو ته ځي، اړینو خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي او د هغوی اکثریت نه شي کولای چې د خپل سفر لګښت پیدا کړي. 

پر تورخم لار یوه بشرپالي کارمند ویلي: «د جسمي معلولیت لرونکو کسانو لپاره تشنابونه او حمام نشته.» 

۴۳ کلنه شریفه م. چې جسمي معلولیت لري، وایي: «د پولې دواړو غاړو ته د معلولو افرادو لپاره خدمات نشته.» 

د بشر حقونو د څار په وینا، معلولو راستنېدونکو افرادو سره هم د طالبانو او هم د کوربه ټولنو له لوري تبعیض کېږي. 

پر تورخم یوه مرسته کوونکي ویلي، چې ډېری بشرپالي کارمندان د معلولیت په اړتیاوو نه دې خبر او معلولو افرادو ته یې اړتیا وړ مرستې لومړیتوب نه دي.