اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د تورخم دروازه له یوې میاشتې تړل کېدو وروسته نن په بشپړه توګه پرانېستل کېږي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی وایي، چې ټاکل شوې نن (چهارشنبه، ۲۹ د کب) ۰۱:۰۰ بجه د تورخم دروازه پرانېستل شي.
د هغه په وینا پاکستانی لوری تورخم کې د طالب کمیسار ملا عبدالجبار حکمت سره په همدې تړاو جرګه شوی او هوکړې ته سره رسیدلي چې یاده لار پرانیزي.
له دې څو ورځې وړاندې افغان او پاکستاني سوداګرو هم په یوه جرګه کې دې هوکړې ته سره رسیدلي وو، چې د تورخم دروازه د سې شنبې ورځ (۲۸ د کب) پرانېستل کېږي، خو تېره ورځ دغه لاره تړلې وه.
د تورخم درازه له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره د پاکستاني لوري تړلې وه چې له امله یې دواړو غاړو سوداګرو ته میلیونونه زیان اوښتی دی.
د تورخم دروازې له تړل کېدو سره سم د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وسله والې نښتې هم وشوې، چې له کبله یې د دواړو خواوو مېشت خلک زیانمن شول.