اطلاعات روز: د روغتیا نړیوال سازمان په خپل میاشتني راپور کې په حاد تنفسي ناروغۍ د ۷۱ زره او ۶۵۹ کسانو د اخته کېدو او په فبروري میاشت کې ورڅخه د ۳۵۰ مړینو خبر ورکړی دی.
د دې سازمان له راپور سره سم چې نن (چهارشنبه، ۲۹ د کب) خپور شوی، د حاد تنفسي ناروغۍ (اې آر آی) یاپنوموني ارقام د جنورۍ میاشتې په پرتله ۱۶.۷ سلنه کمښت ښیي.
دروغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د کمښت لامل ممکن د هوا ګرمېدل چې تنفسي عفونتونه کموي، د روغتیایي خدماتو ښه کېدل او یا هم د واکسین د کمپاین تطبیقېدل وي.
د روغتیا د نړیوال سازمان له پخواني راپورسره سم، د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د تنفسي عفونت په ناروغۍ د اخته کېدو تر ۲۰۶ زره زیات موارد او ورڅخه د مړینې ۵۰۶ موارد ثبت شوي وو.
د دې سازمان په وینا، د روان میلادي کال پرمهال د تنفسي ناروغۍ د مړینې ټول شمېر ۸۵۶ ته رسېدلی.
د شري د ناروغۍ زیاتېدل؛ په فبروري میاشت کې ۶۹ تنه مړه شوي
دروغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې په شري د اخته کېدو زیاتېدونکی شمېر اندېښمنوونکی بللی او ویلي یې دي چې په فبروري میاشت کې د دې ناروغۍ د اتو زرو او ۷۷۸ مشکوکو مواردو راپور ورکړل شوی دی چې د جنورۍ میاشتې په پرتله ۲۰.۱سلنه زیاتوالی ښیي.
د دې سازمان په وینا، د فبروري میاشتې پرمهال د شري له امله د ۶۹ مړینو راپور ورکړل شوی دی چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو ۰.۸
سلنه کېږي.
دروغتیا د نړیولا سازمان له راپور سره سم، د روان میلادي کال پرمهال د شري له امله ۱۱۱ مړینې ثبت شوې دي.
دروغتیا نړیوال سازمان د جنورۍ میاشتې پرمهال په خپل راپور کې خبر ورکړی و، چې په شري د اخته کېدو اووه زره او ۳۰۳ مشکوک موارد او ورڅخه د مړینې۴۲ موارد یې ثبت کړي دي.
دا شمیرې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې په پرتله په مشکوکو مواردو کې د ۷۱.۴ سلنې اندېښمنوونکی زیاتوالی ښیي. په ډسمبر میاشت کې د اخته کېدنې شمېر څلور زره او ۲۶۲ او ورڅخه د مړینې شمېر ۲۵ و.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د شري زیاتوالی د واکسناسیون په پوښښ کې نیمګړتیا او یا هم په یو ټولی خلکو کې د ناروغۍپراختیا ته اشاره کوي.
په۲۰۲۳ کال کې له شوې ارزونې سره سم، له ۲۴ څخه تر ۳۵ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو څخه یوازې ۳۶.۸ سلنه یې د شري پر وړاندې په بشپړ ډول واکسین شوي دي.
نورې خپرېدونکې ناروغۍ
دروغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې د فبروري میاشتې پرمهال په کروناد اخته کېدو موارد ۵۹ سلنه کم شوي او شمېر یې ۲۳۰ دی. په دې میاشت کې د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.
همداراز د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د (فبروري) د راپور د دورې پرمهال د حاد ابکي اسهال (اې ډبلیو ډي) یاهم د اوبو د کمښت له امله د شپږ زره او ۵۱۸ مواردو او ورڅخه د مړینې د څلورو مواردو راپور ورکړل شوی دی.
دروغتیا د نړیوال سازمان له راپور سره سم، په فبروري میاشت کې په کانګو ناروغۍ د اخته کېدو مشکوک موارد د تېرې میاشتې په پرتله ۳۹ سلنه کم شوي او د اخته کېدو ۱۴ موارداو ورڅخه د مړینې یوه پېښه ثبت شوې ده.
دروان میلادي کال د فبروري میاشتې پرمهال په ډینګې تبې د اخته کېدو ۲۶ موارد او په ملاریا د اخته کېدو ۷۱۶ موارد ثبت شوي دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، په دې دوو ناروغیو د اخته کېدونکو شمېر هم کم شوی دی.