اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د «تالاشۍ او مخابراتو» څلور لارې هغه ځایونه دي، چې په کې هره ورځ ګڼشمېر کارګر له سهار تر ماښامه په دې هیله د سړک پر سر ولاړ وي چې ګوندې څوک به یې د کار لپاره بوځي، خو په وینا یې ډېری وخت تش لاسونه کور ته ستنېږي.
څلوېښت کلن یعقوب شاه چې د نهه کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی، وایي د اړتیا له مخې یې په روژه کې هم ورځنۍ مزدورۍ ته مخه کړې، څو د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابرې کړي.
د هغه په خبره چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره هره ورځ زیار ګالي خو په پیدا کولو یې نه بریالی کېږي.
یعقوب شاه زیاته کړه: «له روژې مخکې هم کارونه نه وو او دا چې روژه شوې نو بیخي د کار درک نشته، نهه اولادونه لرم ټولې نجونې دي او همدا زه یې د نفقې ګټلو وسیله یم اوس له زیاتو اقتصادي ستونزو مخ او کوم چا راسره مرسته هم نه ده کړې غوښتنه کوو چې روژه کې باید ناچارو لاسنیوی وشي.»
محمد اکبر یو بل هغه کارګر دی چې هره ورځ د کار موندلو لپاره دې څلورو لارو ته راځي او وايي، بېوزلي اړ کړی چې هره ورځ د کار موندلو لپاره له بهسودو ولسوالۍ په باسیکل جلال اباد ښار ته راشي، خو د ده په وینا، په تېرو شلو ورځو کې يې کار نهدی کړی.
محمد اکبر وویل: «زه په خپله رنګمال یم بې روزګاري له حده زیاته شوې دا دی روژه په ختمېدو ده، خو په دومره ورځو کې درې ځلې کار ته تللی یم، اقتصادي ستونزې مو زیاتې دي بله چاره نشته هره ورځ زما په ګډون دلته لسګونه کسان راځي خو کم یې خلک کار ته بوځي.»
شکرالله چې د جلال اباد ښار په یوه څنډه کې د سړک پر سر ولاړ دی او لاسي ګاډۍ کې د خلکو بارونه وړي، وايي د تېرو دوه اوونیو راهیسي يې کار نهدی کړی او که ځینې ورځې لږ کار پیدا هم کړي، عاید يې د کورنۍ اړتیاوې نه پوره کوي.
د هغه په خبره چې روژې میاشت کې وزګارتیا او بېوزلۍ د هغه لپاره تر بل هر وخت ژوند سخت کړی دی.
شکرالله زیاتوي: «دوه اوونۍ کېږي مزدوري مې نه ده کړې او که ورځ نیم مې کار کړی هم وي، خو دومره پېسې یې مې نه دي ګټلي چې د روژې لپاره غوړي، اوړه، بوره، چای او نور د خوراک لومړني توکي واخلم له خیریه بنسټونو، موسېساتو او حکومت غوښتنه کوو چې له مونږ سره مرسته وکړي.»
بلخوا د ننګرهار لپاره د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي فریدالله حقاني په دغه ولایت کې وزګارتیا تاییدوي، خو وايي، دوی هڅې پیل کړي چې د بې روزګارۍ د مخنیوي لپاره لازم اقدام ترسره کړي.
نوموړی دغه راز وایي، چې د مرستندویه موسېساتو او خیریه بنسټونو له لوري په روژې میاشت کې پر زرګونه بېوزله کورنیو بشري مرستې هم ویشلي دي.
حقاني زیاته کړه: «د بې روزګارۍ ستونزه هیواد شموله ستونزه ده، خو مونږ په ننګرهار کې هڅې پيل کړي څو بې روزګاره ځوانانو ته دکار زمینې برابرې کړو؛ اوس وخت کې مو زیاتره ځوانانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې او له همدې لارې ورته د کار زمینه برابره شوې.»
داپه داسې حال کې ده چې تازه ملګروملتونو په افغانستان کې د بېوزلۍ او لوږې کچې پراخېدو له امله اندېښنه ښودلې او ویلي یي دي، چې افغانستان له سوډان وروسته په نړۍ کې دویم هېواد دی چې ۲۳ میلیونه اوسېدونکي یې، بشري مرستو ته اړتیا لري.