اطلاعات روز: د ناروې د کډوالو شورا منشي یان ایګلند وايي، هغه هېوادونو چې په افغانستان کې یې د ناټو او امریکا د پوځي عملیاتو پرمهال تریلیونونه ډالر لګولي، اوس یې د دغه هېواد خلکو ته شا کړې.
نوموړی په یو ویډیویي پیغام کې وايي، چې په افغانستان کې ۲۲ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري او ترڅنګ یې ایران او پاکستان هم په میلیونونو کسان افغانستان ته ستنوي.
یان ایګلند زیاتوي، چې په همدې حال کې له افغانستان سره مرستندویه هېوادونه خپلې مرستې بندوي.
هغه د افغانستان د خلکو څخه د ملاتړ پر زیاتوالي ټینګار کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د معلوماتو له مخې سږکال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه دفتر اړو کسانو ته مرستو رسولو لپاره د ۲.۲۴ ملیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له افغانستان سره د ډونالډ ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته خپلې مرستې بندې کړې دي.
د مرستو له کمښت وروسته په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د بودیجې د کمښت له امله به په افغانستان کې د دغه سازمان تر ملاتړ لاندې ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه وتړل شي.