close
Photo: @MoEAfghanistan

د نوي ښوونیز کال پیل او له زده‌ کړو څخه د نجونو د محرومیت دوام

اطلاعات روز: د طالبانو د پوهنې وزارت نن (پنج‌شنبه، ۳۰ د کب) د نوي ښوونیز کال د پیل په موخه یو لړ مراسم جوړ کړي وو، چې د دې ډلې چارواکو په‌کې یوځل بیا د عصري او دینې علومو په ارزښت ټینګار وکړ، خو د نجونو د زده کړو په اړه یې څرګندونې ونه کړې.

دا څلورم ښوونیز کال دی چې افغان نجونې په پرلپسې ډول له زده کړو محرومېږي او د برخلیک په اړه یې طالب چارواکي ښکاره ځواب ویلو ته چمتو نه دي.

طالبانو پر افغانستان د ولکې ټینګولو وروسته نجونې او ښځې له شپږم ټولګې پورته له ښوونځیو او پوهنتونونو محرومې کړې دي.

د دې ډلې چارواکي د نن ورځې په مراسمو کې بیا هم د نجونو د زده کړو په اړه غلي پاتې شول.

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر حبیب الله اغا په یادو مراسمو کې د دیني او افغاني ارزښتونو د ساتنې په موخه په ښوونیز نصاب کې د بدلونونو یادونه وکړه او ویې ویل چې د ښوونځیو له نصابه به هغه مواد لېرې کېږي، چې د دیني او افغاني دودونو سره په ټکر کې وي.

نوموړي زیاته کړه، چې د تېرو دوو کلونو راهیسې د نصاب په اصلاح کار روان دی او په دې برخه کې «مسلکي خلک، فني خلک، علما او شیوخ هره اونۍ مجلسونه کوي».

د ده په وینا: «هغه خبرې! یقینا ریښتیا به سره وایو، ځینې هغه خبرې دي چې زموږ او ستاسو د دین سره په ټکر کې دي او زموږ او ستاسو د افغاني ټولنې د عنعناتو سره په ټکر کې دي، هغه موږ له نصابه لېرې کوو، که څوک خوښ وي او که ناخوښ.»

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله آغا ادعا کړې، چې دغه ډله د عصري او دیني علومو پراختیا د شریعت په رڼا کې مهمه ګڼي او د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره یې پراخ اقدامات کړي دي.

هغه ویلي: «افغاني ټولنه د نړۍ له هېوادونو سره د سيالۍ لپاره د ديني علومو ترڅنګ عصري علومو ته سخته اړتيا لري.»