اطلاعات روز: د طالبانو غړي او له دې ډلې سره تړلې رسنۍ ادعا کوي چې د سراج الدین حقاني نوم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعامونو» له نوملړ څخه لېرې شوی، په داسې حال کې چې د حقاني نوم لاهم د اېف بي ای په ویب پاڼه کې د مطلوب کس په توګه شته دی.
باختر خبري اژانس، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، لیکلي چې د سراج الدین حقاني سربیره، پر عبدالعزيز حقاني او يحيى حقاني هم د پنځه مېليونو ډالرو جايزې لېرې شوې دي.
امریکایي چارواکو او د دې هیواد رسنیو تر اوسه پورې په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دا مهال د «عدالت لپاره د انعامونو» په ویب پاڼه یوازې د خلیل الرحمن حقاني نوم چې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر و او څو میاشتې وړاندې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو شته دی. د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د خلیل الرحمن حقاني په اړه د معلوماتو لپاره د پنځو مېلیونو ډالرو جایزه ټاکلې وه.
د خلیل الرحمن حقاني تر څنګ د حقاني شبکې نوم لاهم د عدالت لپاره د انعامونو په ویب پاڼه کې لیدل کېږي او ویل شوي، چې دا یو وسله وال سازمان دی چې په افغانستان او پاکستان کې فعال دی چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې رامنځته شوی او په مکرر ډول یې د متحده ایالاتو او ایتلافي ځواکونو، او همدارنګه د افغان حکومت او ملکي اهدافو پر وړاندې بریدونه کړي دي.
خو، د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني نوم لاهم د اېف بي ای په ویب پاڼه کې د مطلوب کس تر عنوان لاندې شته دی.
په دې ویب پاڼه یادونه شوې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د سراج الدین حقاني د نیولو په اړه د معلوماتو لپاره تر ۱۰ مېلیونو ډالرو پورې انعام ټاکلی دی.
طالبانو وروسته له هغه د «عدالت لپاره د انعامونو» له نوملړ څخه د سراجالدین حقاني د نوم د لېرې کولو ادعا کړې چې يوه امريکايي پلاوي د افغانستان لپاره د امريکا د پخواني استازي زلمي خليلزاد په ګډون تازه کابل ته سفر کړی وو.
طالبانو د جورج ګلزمن په نوم یو امریکایی تبعه یاد پلاوي ته وسپاره او اعلان یې وکړ چې دوی هغه د بشر دوستانه اقدام په توګه خوشې کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جورج گلزمن خوشې کول یو مثبت ګام بللی، خو ویلي یې دي چې امریکایي اتباع لاهم په افغانستان کې بندیان دي.