close
هلمند

د هلمند اوسېدونکي د اختر په رانژدې کېدو د وسلوالو غلاوو او ناامنیو له زیاتېدو شکایت کوي

اطلاعات روز: له هلمند څخه ځایي سرچینې وایي چې د دې ولایت اوسېدونکي د غلاوو له زیاتوالي اندېښمن دي او شکایت کوي چې د دې ولایت طالب امنیتي مسوولین یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د ګرشک ولسوالۍ یو اوسېدونکی «نعمت‌الله» چې د مرغومې پر ۴ مه لښکرګاه ښار کې موټر ترې غلا شوی وایي چې د اختر د توکو د رانیولو لپاره لښکرګاه ښار ته راغلی و، خو د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې ته څېرمه د جمنازیم تر څنګ یوه عراده اکوا موټر ځني غلا شوی. نوموړی وایي چې “هره ورځ د خلګو موټران او موټرسایکلان غلا کیږي خو څوک یې مخه نه نیسي.”

د لښکرګاه ښار د کارتې لګان د سیمې یو اوسېدونکی هم شکایت کوي چې وسلوالو غلو د شپې له‌خوا موټرسایکل او مبایل ورڅخه اخیستي دي. هغه زیاتوي: ” هره ورځ په ښار کي د خلګو څخه مبایلونه حمله کیږي، موټرونه او موټرسایکلونه د ښار په هره برخه کي د خلګو څخه غلا کیږي، د خلګو کورونو ته غله اوړي خو لا هم تر اوسه چا مخه نه ده نیولې.”

له دې سره-سره د هلمند اوسیونکي پر ټولنیزو رسنیو هم په دې ولایت کې له ناامنۍ او د غلاوو له زیاتوالي سرټکوي او طالب امنیتي مسوولین په ناغېړۍ او د امنیت په ساتنه کې په پاتې راتلو تورنوي.

د غلاوو د زیاتوالي د ادعاوو په لړ کې څو ورځې وړاندې د روانې وري میاشتې پر ۴مه نېټه، د سنګین ولسوالۍ اړوند وسلوالو غلو د «تازه ګل» په نوم یو سوداګر وژلی و او له نوموړي څخه یې موټر، ساعت، پیسې او نور قیمتي توکي وړي وو.

په عین مهال کې هلمند کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولینو په بیلابیلو خپرو شوو خبرپاڼو کي ویلي چې د همدې میاشتې په جریان کې یې ۲۹ تنه غله په مرکز لښکرګاه ښار، ګرشک او باباجي ولسوالیو کي نیولي او زنداني کړي دي.