close
Photo: ANI

د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې اووه پاکستاني پوځیان وژل شوي

د پاکستان ځایي رسنۍ خبر ورکوي چې د دې هیواد په خیبرپښتونخوا ایالت کې د وسلوالو ډلو پر خلاف د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې اووه پاکستاني پوځیان وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري ته یوې پاکستاني امنیتي سرچینې تایید کړې ده چې د خیبرپښتونخوا ایالت د لکي مروت ولسوالۍ په سرکټي ماخېل سیمه کې د یو لړ پټو معلوماتو پر اساس عملیات ترسره کېدل چې په ترڅ کې یې له وسلوالو مخالفینو سره جګړه پېښه شوې. دې سرچینې همدا راز د اتو وسلوالو کسانو د وژلو خبر هم ورکړی.

پاکستاني امنیتي منابعو د وژل شویو پوځیانو او را منځ ته شوې جګړې دقیق وخت نه دی ښوولی، خو رسنیو ته یې ویلي چې په سیمه کې لا هم عملیات روان دي.

د دې پاکستاني پوځیانو د وژلو خبر په داسې مهال کې ورکول کېږي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې هم امنیتي وضعیت ترینګلی دی او تېره ورځ په ګڼو سیمو کې بلوڅ بیلتون غوښتونکو پر حکومتي تاسیساتو او کاروانونو بریدونه کړي و.

بل خوا د پاکستان حکومت په افغانستان کې طالبان تورنوي چې په افغانستان کې د ټي ټي پي په شمول بلوڅ بیلتونپالي میشت دي او له هغه ځایه په پاکستان کې عملیات پلانوي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي.