اطلاعات روز: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر نن (سېشنبه، ۱۲ د وي) په داسې مهال کې پیلېږي چې په خپله خوښه د ستنېدو موده پای ته رسیدلې.
د جیونیوز له راپور سره سم، د خیبرپښتونخوا ایالت په کورنیو چارو وزارت کې سرچینو ویلي چې افغان کډوال له نن (د اپریل لومړۍ) څخه افغانستان ته ستنول کېږي.
له دې راپور سره سم، د طالبانو د غوښتنې برخلاف فیډرالي دولت د داوطلب ستنېدو د مودې له غزولو ډډه کړې.
د پاکستان دولت د افغانستان د تابعیت کارت لرونکو ته د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړی و چې له دې هیواده ووزي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وړاندې خبرداری ورکړی و چې د مودې تر پای ته رسېدو وروسته به ډلییز ایستل پیل کړي.
د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو د عالي کمیسارۍ (UNHCR) ویاند قصیر افریدي ویلي: «له ټولو ۲.۱ میلیون افغان کډوالو څخه ۱.۳ میلیون یې هغه کسان دي چې (پي او آر) کارتونه یې اخیستي دي. د هغوی تر ۵۲ سلنې زیات په خیبرپښتونخوا کې مېشت دي.»
ده ویلي چې شاوخوا ۸۰۰ زره نور افغانان د افغانستان د تابعیت کارت (اې سي سي) لري او د هغوی اکثریت هم په خیبرپښتونخوا کې ژوند کوي.
جیونیوز لیکلي چې د غیر قانوني کډوالو د ایستلو سیاست د هغو هڅو برخه ده چې په هیواد کې د زیاتېدونکو ترهګریزو بریدونو په موج کې د امنیت د ښه والي په موخه کېږي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې د افغان کډوالو د شړلو بهیر پیل کړی دی.
پاکستان راډیو راپور ورکړی چې تر ۸۷۸ زره افغانان بیرته وطن ته ستانه شوي.
د ملګرو ملتونو چارواکو او د بشري حقونو څارونکو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې کډوال په جبري ډول ونه شړي.
د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ استازې فلیپا کنډلر ویلي چې جبري شړنه پایدار حل نه دی.
دې ویلي چې پاکستان او افغانستان باید یو ځای کار وکړي، تر څو ډاډ تر لاسه شي چې کډوال کولای شي په داوطلبانه او خوندي توګه خپلو کورونو ته ستانه شي.