close

نامعلومې وژنې؛ په کندهار کې د محلي پولیسو د پخواني غړي سر پرې کړې جسد موندل شوی

اطلاعات روز: له کندهار څخه سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې د «ولی الله» په نوم د یوه تن سر پرې کړی جسد د کندهار ښار د عینومینې په ښارګوټي کې موندل شوی دی.

سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې ولی الله د روژې پر ۲۷ له خپله کوره نادرکه شوی و او جسد یې نن (سې‌شنبه، ۱۲ د وري) په داسې مهال کې موندل شوی چې سر یې پرې کړل شوی و.

د سرچینو په وینا، نوموړي د پخواني جمهوري نظام په محلي پولیسو کې دنده ترسره کړې وه او د «نامعلومو کسانو» له لوري تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له بېلابېلو ولایتونو د پخوانیو نظامیانو د وژلو راپورونه ورکړل شوي دي.

ملګرو ملتونو هم د طالبانو له لوري د پخواني حکومت د نظامیانو او چارواکو د وژلو، خپلسرو نیونو او شکنجه کولو راپورونه تایید کړي دي.