close
Photo: BalkanInsight/ Igor Vujcic/BIRN

د یوه څېړنیز راپور موندنې؛ «د بوسنیا پر پوله د افغانانو وسلوال بانډ د باج اخیستنې لپاره تښتونې کوي»

«بالکان څېړنیز راپور شبکې» په نوم رسنیز سازمان راپور ورکړی دی چې د افغانانو یوه «وسله‌واله ډله» چې «بي ډبليو کې – BWK» نومیږي، د بوسنیا پر پولو کډوال تښتوي او د هغوی له کورنیو باج اخلي.

د دې ادارې د څېړنیز راپور له مخې چې نن (چهارشنبه، ۱۳ د وري) پر «بالکان اینسایټ» ویبپاڼه خپور شوی، دا وسله‌واله ډله په ۲۰۲۳ کال کې مشهوره شوه او له یوه کال زیات وخت راهیسې یې د بوسنیا پر پولو د کډوالو د قاچاق ډېری لارې تر کنټرول لاندې راوستې دي.

دې رسنیز سازمان خپل راپور د تېرو څو میاشتو پر مهال له قربانیانو، محلي پولیسو او قاچاقچیانو سره د مرکو او د ټیک‌ټاک د حسابونو، ویډیوګانو او دوسیو د تحلیل پر بنسټ چمتو کړی دی.

د دې راپور د موندنو له مخې، دا ډله د قربانیانو کورنیو او خپلوانو ته د ویډیوګانو په لېږلو سره، د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې پیسې غواړي.

د بوسنیا د «اونا-سانا کانتون» ایالت د کورنیو چارو وزارت ویاند عدنان بګانوویچ ویلي، د دې ډلې غړي هغه کسان په نښه کوي چې فکر کوي له بډایه کورنیو څخه دي.

هغه ویلي: «دوی قربانیان نیسي، په فزیکي ډول یې ځوروي، تړي یې، ګواښي یې او پیسې ترې اخلي او مجبوروي یې چې د خپلې کورنۍ د یوه غړي د اړیکو شمېره ورکړي ترڅو ورسره اړیکه ونیسي او ورته ووایي چې باید باج ورکړي، که نه نو زیان به ورته ورسوي.»

دې بوسنیایي پولیس چارواکي ویلي چې دوی له هر کس څخه شپږ زره یورو غواړي، چې معمولاً په ترکیه کې بانکي حسابونو ته لېږدول کېږي، که څه هم سرچینو ویلي چې په هالنډ او سویس کې یې هم بانکي حسابونه شته.

شکنجه، جنسي تېری او باج‌اخیستنه

«بالکان څېړنیزو راپورونو شبکې» د راپور له مخې، د افغانانو د دې شریرې ډلې غړي د فزیکي شکنجې او ځیني وخت د جنسي تېري په شمول د کډوالو له کورنیو څخه د باج اخیستنې لپاره له بېلابېلو تاکتیکونو کار اخلي.

په دې راپور کې له یوه ۳۶ کلن پاکستاني کډوال سره چې مستعار نوم یې «بلال» دی، خبرې شوې. هغه د دې ډلې له خوا د بوسنیا په شمال لویدیځ کې له ولیکا کلادوشا ښار څخه تښتول شوی و.

ده ویلي، کله چې دوی (پناه غوښتونکو) غوښتل د بوسنیا او هرزګوینا له پولې څخه کرواشیا ته ننوځي، پولیسو دوی وشړل او بیا وسلوالو کسانو دوی ودرول او اختطاف یې کړل.

دې پاکستاني کډوال ویلي چې وسله‌والو کسانو دوی ووهل او دوه ورځې یې ورته خواړه ورنه کړل.

د قربانیانو ځیني عکسونه چې «بي ډبلیو کا» د هغوی کورنیو ته د باج له غوښتنې سره یو ځای لېږلي، د هغوی پر بدن داغونه او ټپونه ښکاري.
په ویډیو کې د راغلو کسانو څېرې د هغوی د خوندیتوب په موخه پټې کړل شوې دي.  / BIRN

د راپور له مخې، دی تر هغه وروسته خوشې شو چې کورنۍ یې دې ډلې ته درې زره او ۵۰۰ یورو ورکړل.

«بالکان څېړنیزو راپورونو شبکې» همدارنګه ویلي چې دوی د دوو تښتول شویو کشمیري ځوانانو یوه ویډیو لیدلې چې د سربیا له پولې تښتول شوي وو.

د دې سازمان په راپور کې راغلي چې په یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې تښتوونکي د یوه ځوان شا د چاقو په واسطه پرې کوي او په لغتو یې وهي، په داسې حال کې چې بل ځوان په ویډیو کې خبرې کوي او خپلې کورنۍ ته وايي که پیسې ورنه کړي، وبه وژل شي.

د دې راپور له مخې، تښتوونکو د دې هر یوه ځوان د خوشې کولو لپاره ۴۰۰ یورو غوښتي وو او وروسته له هغه چې دا پیسې ورکړل شوې، دوی یې خوشې کړل.

بالکان څېړنیزو راپورونو سازمان ویلي چې دوی څو نورې انځورونه او ویډیوګانې هم لیدلي چې ښيي تښتول شوي کسان په ځنګلونو کې ساتل کېږي او توګه لیدل کېږي چې زیانمن شوي دي.

دې سازمان ویلي چې ځینو قاچاقچیانو او د پولیسو چارواکو تایید کړې چې د دې ډلې غړو چې د افغانستان دي، د ښځو، ماشومانو او ځوانو سړو په شمول قربانیان په جنسي توګه ځورولي او ان جنسي تېری یې پرې کړی دی.

د پولو سختېدل او د انسان تښتونې زیاتوالی

«بالکان څېړنیزو راپورونو شبکې» ویلي چې د اروپايي ټولنې د پولو د کنټرول له سختېدو او دې ټولنې ته د کډوالو د قاچاق د کچې تر کمېدو وروسته، د «بي ډبليو کې» په څېر ډلو له خوا د انسان تښتونې، غلا او ترې د پیسو اخیستنې کچه لوړه شوې ده.

د دې سازمان د راپور له مخې، د دې ډلې ځینې افغان غړي د بوسنیا د ننوتلو یا له دې هېواد څخه د وتلو لپاره د ایټالیا له پیژندپاڼې کار اخلي او په دې توګه د پولیسو له نیولو تښتي.

د یوې هغې ویډیو سکرین شاټ چې د «بیي‌ډبلیو کا» ډلې له لوري پر ټیک ټاک خپره شوې.
سکرین‌شاټ: برن (بالکان د څېړنیز راپور شبکه)

په دې راپور کې راغلي چې د دې ډلې ځیني غړي پخوا په صربستان کې هم فعال وو، خو کله چې د صربستان پولیسو د ۲۰۲۳ کال په اوړي کې د کډوالو د وسلوالو قاچاقي ډلو د ځپنې عملیات پیل کړل، بوسنیا ته کډه شول.

د دې راپور له مخې، د دې ډلې غړي د خپل کار لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي او په دې لړ کې د کډوالو په کمپونو کې جاسوسان لري چې له پولو د کډوالو د تېرېدو پر مهال دې ډلې ته خبر ورکوي.

د دې راپور پر بنسټ، یو شمېر قربانیانو ویلي چې د دې ډلې د کړنو په اړه یې د بوسنیا پولیسو ته راپور ورکړی، خو پولیسو کوم اقدام نه دی کړی.

په عین مهال کې، په دې راپور کې راغلي چې د بوسنیا پولیسو په ۲۰۲۴ کال کې د دې وسلوالې ډلې ځیني افغان غړي نیولي دي.

دا په داسې حال کې چې د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته لسګونه زره افغان اتباع له هېواد څخه وتلي او له بېلابېلو لارو یې هڅه کړې چې اروپايي هېوادونو یا امریکا ته ورسېږي.

په دې موده کې د داسې وسلوالو ډلو او بانډونو له لوري د پناه غوښتونکو د ځورونې او ان وژنې راپورونه خپاره شوي دي.