اطلاعات روز: ننګرهار د طالبانو سیمهییز چارواکي وایې چې د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ څلور غړي د «ناور» سيند اوبو وړي او مړه شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وایې چې دا پېښه نن (چهارشنبه، ١٤د وري) غرمه مهال د حصارک ولسوالۍ اړوند «چهارتوتو» سیمه کې رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي په دوی کې مور او د هغې درې اولادونه «دوې نجونې او يو هلک» شامل دي چې عمرونه یې د ١٣، ۹ او ۵ کلونو ترمنځ دي.
ننګرهار کې هر کال ګڼ شمیر کسان په سیندونو کې د لامبو او یا هم له سینده د تیریدو پر مهال ژوند بایلي ځکه په دې ولایت کې سیندونو ته څېرمه په زیاترو سیمو کې پلونه نه دي جوړ شوي.