close

وسلوالو غلو کندهار کې یو ځوان وژلی

اطلاعات روز: له کندهار څخه ځایي سرچینې وایي چې وسلوالو غلو د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې یو ځوان ویشتلی او موټرسایکل یې ترې تښتولی دی.

ځایي سرچینې وایي، دا پېښه نن (پنجشنبه، ۱۴ د وري) د دامان ولسوالۍ اړوند «سیدانو» کلي کې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، نامعلومو وسلوالو کسانو پر یو ځوان برید کړی، هغه یې په ډزو ویشتلی او موټرسایکل یې ترې وړی دی.

سرچینې ویلي چې بریدګر له سیمې تښتېدلي او تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د وري په ۱۰مه، وسلوالو غلو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هم یو ځوان وژلی وو او موټرسایکل یې ترې تښتولی و.

دا په داسې حال کې چې د اختر په ورځو کې د وسلوالو غلاوو او ناامنۍ پېښې زیاتې شوې او د کندهار په ګډون، هیوادوال د ناامنیو له زیاتوالي شکایت کوي.