close

هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هلمند ولایت په باباجي ولسوالۍ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د ګرشك – لښکرګاه پر عمومي سړک د یوې ترافیکي پېښې له امله یو نارینه او یوه ښځه مړه شوي دي.

د پېښې عیني شاهدان وايي چې دا پېښه نن (پنجشنبه،۱۴ د وري) غرمه مهال «کوفکي» سیمه کې د «اکوا» موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې.

د عیني شاهدانو په وینا، پر موټرسایکل سپاره نارینه او ښځه دواړه ځای پر ځای مړه شوي.

د ګرشك – لښکرګاه لویه لاره د هلمند یوه له مهمو مواصلاتي لارو څخه ده چې وخت ناوخت پرې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

بل پلو له پنجشیر څخه هم ځایي سرچینو خبر ورکړی چې پرون مازیګر د طالبانو رینجر موټر له یوه موټرسایکل سره ټکر کړی او پر موټرسایکل دوه سپاره کسان یې مړه کړي دي.

همدا راز، په کونړ کې هم د طالبانو مسوولینو ویلي چې تېره ورځ د دوو ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ او لس تنه نور ژوبل شوي دي.

ویل کېږي چې ترافیکي پېښې د سړک د خرابوالي، د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او د ترافیکي قوانینو د نه مراعات له امله رامنځ ته کېږي.