close

طالبان په لعل و سرجنګل کې کارګرو ته: خپل نیم معاش راکړئ، تر څو د سړک رغوونې لګښت ورکړو

اطلاعات روز: د غور په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وایي چې په دې ولسوالۍ کې طالب مسوولینو له کارګرو غوښتي چې خپل نیم معاش دې، دې ډلې ته ورکړي تر څو د لعل-دولت یار سړک جوړونې لګښتونه یوه خصوصي شرکت ته ورکړي.

د سرچینو په وینا، د دې ولسوالۍ کارګرو د روان کال د ژمي پر مهال د «لوږې پر خلاف اقدام موسسې» په مالي ملاتړ شل ورځې د لعل وسرجنګل ولسوالۍ د فرعي سړکونو پر رغونې کار کړی دی او د دې موسسې له لوري هر نفر ته اته زره او ۵۰۰ افغانۍ معاش ورکړل شوی دی.

سرچینې وایي چې اوس ولسوال او د طالبانو امنیې قومندان له دې کارګرو غوښتي چې خپل نیم معاش دې بیرته ورکړي، تر څو یې هغه قراردادي شرکت ته ورکړي چې د لعل-دولت یار سړک یې رغولی دی.

د سرچینو له معلوماتو سره سم، د لعل-دولت یار د سړک پر مسیر ۱۵ محلي شوراګانې شته دي او له هرې شورا څخه د ژمي پر مهال شاوخوا ۴۰ تنو د «پیسو په بدل کې کار» نومې پروژو کې کار کړی دی.

سرچینې وایي، طالبانو چې له کوم شرکت سره د لعل-دولت یار سړک د رغونې قرارداد لاسلیک کړی دی، دا سړک یې په سم ډول نه دی جوړ کړی او وضعیت یې داسې دی لکه هیڅ لاس چې نه وي په وهل شوی.

د سرچینو له ادعا سره سم، طالبانو له کارګرو څخه د پیسو ټولولو لپاره یو کس ګومارلی دی او هغه ته یې ویلي دې چې د سړک جوړونې لګښت قراردادي شرکت ته ورکړي او هر څومره چې ورته پاتې شوې، هغه یې خپلې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د لعل و سرجنګل ولسوالۍ له اوسېدونکو د لعل-دولت یار سړک د جوړولو په خاطر پیسې اخلي.

د تېر لمریز کال په جدې میاشت کې هم طالبان د لعل و سرجنګل ولسوالۍ له اوسېدونکو د دې سړک د جوړولو لپاره پیسې راټولې کړې وې.

په هغه وخت کې سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي و چې طالبان له لویو بار وړونکو موټرو شپږ زره افغانۍ، له فلانکوچ مسافر وړونکو موټرو دوه زره افغانۍ او له وړو سورلۍ وړونکو موټرو زر افغانۍ اخلي.

سرچینو ویلي و چې طالبانو د لعل-دولت یار سړک د رغونې کار یوه خصوصي شرکت ته ورکړی دی او له یوې مرستندویې موسسې یې هم غوښتي و چې له خلګو سره د مرستې پر ځای د سړک جوړولو لګښت ورکړي.

د سرچینو له معلوماتو سره سم، مرستندویې موسسې د طالبانو له غوښتنې سره مخالفت کړی و او دې ډلې له خلګو د پیسو په راټولولو له قراردادي شرکت سره قرارداد وکړ او کار یې پیل کړ.

په غور کې د طالبانو ځایي مسوولینو له کارګرو د نیم معاش د اخیستلو په اړه څه نه دې ویلي.

مګر په غور کې د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس تېر کال په جدې میاشت کې په جبري توګه له خلګو د پیسو راټولول رد کړي و او ویلي یې و چې شوراګانو په رضاکاره توګه د دې سړک په رغونه کې ونډه اخیستې.

طالبان په داسې مهال کې په غور کې له خلګو د سړک رغونې لپاره پیسې اخلي چې د دې ډلې د ټولګټو چارو وزارت د بودجې لویه برخه په هیواد کې د سړک رغونې لپاره ده.

همدا راز دې ډلې په ځلونو اعلان کړی چې د هیواد له معادنو تر لاسه کېدونکي عواید پر سړکونو لګوي.