اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی، چې د پنجاب ایالت له راولپنډۍ ښار او د سند ایالت څخه تر ۶۵۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي او ایستل شوي دي.
ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راولپنډۍ د پولیسو له قوله لیکلي، چې تر ۳۵۰ زیات کډوال په ګلرا مور کې توقیف ځای ته انتقال شوي دي.
د دې رسنیو د راپور له مخې، د پولیسو ټیمونه په ټول ښار کې عملیات کوي، هغه خلک په نښه کوي چې د افغان تابعیت کارت (اېسيسي) لرونکي وي یا یې ویزې ختمې شوې وي او یا هم د استوګنې اسناد نه لري.
ایکسپریس ټریبیون زیاته کړې چې د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې ټولټال ۳۵۳ افغان کډوال نیول شوي او د ګلرا مور توقیف ځای ته لېږدول شوي دي.
دغه راز جيو نيوز د سند د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام ممون په حواله ويلي، چې د حکومت د تګلارې د يوې برخې په توګه چې ټول بهرني غير قانوني کډوال به اخراجوي، له سند څخه لږ تر لږه ۳۰۷ ناقانونه افغان کډوال ایستل شوي دي.
ممون د یکشنبې په ورځ په یوې بیانیه کې څرګنده کړې، چې دغه ناقانونه کډوال له دقیقو څیړنو، قانوني طرزالعملونو او شالید کتنې وروسته له خانه امین ترانزیتي کمپ څخه خپل هیواد ته شړل شوي دي.
هغه ویلي، چې په شړل شويو کسانو کې ١٩١ نارينه، ٣٧ ښځې او ٧٩ ماشومان شامل دي.
د مارچ میاشتې په پیل کې د پاکستان فدرالي حکومت اعلان وکړ چې د اپریل له لومړۍ نیټې څخه به د افغان تابعیت کارت لرونکي افغانان وباسي. ویل کېږي چې په پاکستان کې تر ۸۰۰ زرو ډیر افغانان د دغه ډول کارتونو لرونکي دي.