close
Photo: UNHCR

استانبول کې د مرسته کوونکو هېوادونو د استازو غونډه؛ ملګرو ملتونو د افغانستان له خلکو سره د مرستو د دوام غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د ترکیې په استانبول کې د مرستندویه هېوادونو او مالي بنسټونو د استازو د غونډې په درشل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر له مرستندویانو غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره خپلو حیاتي مرستو ته دوام ورکړي. دغه دفتر اشاره کړې، چې په هېواد کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري.

د یوناما د بیانیې له مخې، ټاکل شوې د «افغانستان د همغږۍ ډلې» غونډه روانه اونۍ د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شي. په دې غونډه کې به د مرسته کوونکو هېوادونو، نړیوالو مالي بنسټونو او یوناما استازي ګډون وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې اندریکا راتواته ویلي: «که وغواړو چې د افغانستان خلکو سره د فقر له ناوړه دورې څخه د وتلو په برخه کې مرسته وکړو، نو باید هغوی ته د اړتیا وړ امکانات او لارې چارې برابرې کړو او د هغوی اړتیاوو ته رسیدنه روانه وساتو.»

هغې زیاته کړې، د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه مرستو په رسولو کې له پېچلو ننګونو سره سره، د ژوند ژغورنې مرستو څخه د پایداره حل لارو په لور تدریجي لېږد باید ترسره شي او دا د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره حیاتي تګلاره ده.

یوناما اشاره کړې، چې په (۲۰۲۴) کال کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه ټولټال ۳.۲۱ میلیارده ډالره مرسته شوې، چې د تېر کال په پرتله د مرستو په کچه کې زیاتوالی ښيي.

د دې دفتر په وینا، چې د تمویل کوونکو سخاوتمندانه مرستې د ملګرو ملتونو همکارانو ته دا توان ورکوي چې اړین خدمات وړاندې کړي او د ښځو او نجونو په ګډون د افغان وګړو زغم او مقاومت پیاوړې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) سږکال له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره د ۲.۲۴ ملیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې.

په همدې حال کې امریکا چې له افغانستان سره ستر مالي ملاتړ کوونکی دی د ډونالډ ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته خپلې مرستې بندې کړې دي.