close

ارزګان کې دوو وسله والو یو کس مخامخ په ډزو وواژه

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې په دې ولایت کې د نعمت الله په نوم يو عام کس د دوو وسله والو له لوري مخامخ په ډزو وژل شوی دی.

په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ياده پيښه نن (دوشنبه، ۱۸ د وري) سهار د ترينکوټ ښار اړوند «جغلي» سيمه کې رامنځته شوې.

خبرپاڼه کې راغلي، چې سيمې ته طالب امنيتي ځواکونه رسيدلي او د دغې وژنې په تور يې دوه کسان نيولي دي.

طالب مسولينو زیاته کړې، چې په لومړنيو څیړنو کې ثابته شوې چې پيښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کې د وژل شوي کس او د تورن کسانو بشپړ هویت نه دی په ډاګه شوی.

د هیواد په ډیری سیمو کې د تیرو جګړو او ناخوالو له کبله د خلکو ترمنځ په یو او بل نوم شخصي دښمنۍ رامنځته شوي او وخت ناوخت د داسې پیښو لامل ګرځی.