اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې د روان میلادي کال پرمهال به په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي؛ مطلب دا چې په هرو لسو ثانیو کې به یو ماشوم خوارځواکی کېږي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مسوولې موتینتا چیموکا نن (دوشنبه، ۱۸ د وري) د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان اوس مهال په خپل تاریخ کې د ماشومانو د خوارځواکۍ له تر ټولو بد کړکېچ سره مخ دی.
دې همدا راز ویلي، چې کومې میندې چې ماشومان تغذیه کوي، په خپله خوارځواکې دي.
د خوړو د نړیوال پروګرام مسوولې زیاته کړې، چې په کافي بودیجې سره په افغانستان کې د خوارځواکۍ د کړکېچد ودرولو شونتیا شته ده.
دې ویلي، کولای شي چې په کافي بودیجې سره د خوارځواکو ماشومانو او میرمنو درملنه وکړي او هغوی ته کافي او قوي کوونکي خواړه ورکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام مسوولینو تر دې وړاندې هم د بودیجې له کمښت څخه شکایت کړی و او په خوارځواکۍاخته ماشومانو باندې یې د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی و.
دې بنسټ ویلي و چې د بودیجې د کمښت له امله یوازې تر دوه کلنۍ کمو ماشومانو ته رسیدګي کولای شي، په داسې حال کې چې وړاندې یې له هغو ماشومانو سره هم مرسته کوله چې عمرونه یې له شپږو میاشتو څخه بیا تر پنځه کلنۍ پورې وو.