اطلاعات روز: د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي چې د دوو وروستیو ورځو پر مهال تر اتو زرو او ۲۵ تنو زیات افغان کډوال له پاکستانه شړل شوي دي.
دې بنسټ نن (دوشنبه، ۱۸ د وري) پر ایکس لیکلي چې دا افراد بې اسنادو او د افغانستان د تابعیت کارت (اې سي سي) لرونکي کډوال دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې افغان کډوالو ته د پاکستان د ورکړل شوي مهلت تر پای ته رسېدو وروسته د اپریل پر پنځمه په زیاته کچه د هغوی شړل کېدل پیل شوي.
دې بنسټ ویلي چې پر تورخم او سپین بولدک پولو یې له دوه زرو او ۶۱۵ تنو سره مرسته کړې ده.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د شړل کېدونکو کډوالو اړتیاوو ته د رسیدګۍ لپاره زیاتو بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.
پاکستان افغان کډوالو ته د مارچ د میاشتې تر پایه وخت ورکړی و چې اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونه خوشي کړي.
د دې هیواد له پرېکړي سره سم، د دې مهلت تر پای ته رسېدو وروسته هغه کډوال چې د ملګرو ملتونو له لوري د ثبت نام کارتونه لري د پاکستان نورو ښارونو ته انتقالېږي او له دې پرته نور کډوال به افغانستان ته شړل کېږي.
د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو د افغان کډوالو شړل د بشري حقونو نقض ګڼلی او د پاکستان له دولت څخه یې غوښتي چې دا بهیر دې ودروي.