اطلاعات روز: په ارزګان ولايت کې د طالبانو سيمهييز مسولين خبر ورکوي چې د ياد ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ د ځمکې پر سر په شخړه کې يو کس وژل شوی دی.
د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند بلال ارزګاني ویلي چې پېښه نن (دوشنبه، ۱۸ د وري) تر لفظي شخړې وروسته را منځ ته شوې او یو کس پکې په بېلچه وهل شوی او روغتون ته پر لاره له ټپونو مړ شوی.
د طالبانو په وینا، «قاتل» نيول شوي دی.
د یادونې وړ ده چې د ارزګان په شمول د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې وخت ناوخته د ځمکې پر سر شخړې را منځ ته کېږي چې مرګ ژوبله هم لري.