close
Photo: @Cdp_Geneva

د انتالیا د غونډې دویمه ورځ؛ «په افغانستان کې فعالې رسنۍ د طالبانو په اختیار کې دي»

اطلاعات روز: په انتالیا کې د مدني فعالانو د غونډې په دویمه ورځ ګډونوالو په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د دې غونډې یوه ګډونوال حامد عبیدي وویل چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې رسنۍ له محدودیت او شدید سانسور سره مخ دي.

د ده په وینا، اوس مهال په افغانستان کې انتقادي رسنۍ نشته او طالبانو خبریالانو ته زیاتې سرې کرښې کښلې دي.

ده ویلي چې رسنۍ له سخت سانسور سره مخ دي او اړې دي چې د طالبانو روایت وړاندې کړي.

د عبیدي په وینا، طالبان هڅه کوي چې د خبریالانو په وسیله وضعیت عادي وښیي.

په پخواني حکومت کې د رسنیو مشاور مجیب الرحمان رحیمي هم وویل چې طالبان له ازادو رسنیو، ټولنیزو شبکو او یوټیوبرانو د ځان په ګټه استفاده کوي.

ده د کارپوهانو هغه نوملړ ته په اشارې چې طالبانو رسنیو ته لېږلی، وویل چې په افغانستان کې فعالې رسنۍ له دې نوملړ څخه دباندې څوک نشي رابللای.

رحیمي ټینګار کړی چې طالبان له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې د رسنیو له لارې یوه ایډیاله فضا جوړه کړي.

د ټولټاکنو د کمیسیون پخواني چارواکي مولانا عبدالله هم پر رسنیو نیوکه وکړه او ویې ویل چې «د افغانستان د رسنیو داستان تر ډېره حده د جمهوریت د دورې د روایت دوام دی او ډېری رسنۍ غواړي چې جنجال جوړ کړي او پروپاګنډ وکړي».

ده ویلي چې ځیني رسنۍ طالبانو ته لابي کوي.

د انتالیا د غونډې یوه بل ګډونوالو نجیب الله پیکان هم ویلي چې زیاتې رسنۍ د طالبانو په خدمت کې دي او افراطیت خپروي.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان نیمې رسنۍ تړل شوې او ځیني نور له هیواده تبعید شوې دي.

اوس مهال چې کومې رسنۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې فعالیت کوي، له محدودیت او شدید سانسور سره مخ دي.

په عین مهال کې طالبانو په ځلونو خبریالان او رسنیز کارمندان نیولي او زنداني کړي دي. اوس مهال هم یو شمېر خبریالانو له طالبانو سره زنداني دي او د خپل بند موده تېروي.