close

زابل کې د ترافيکي پيښې له امله درو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: په زابل ولايت کې ځايي طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولايت د مرکز قلات په مرکزې څلور لارې کې په يوي ترافیکي پيښه کې يوه ښځه وژل شوي او دوه ماشومان ټپیان دي.

د طالبانو له خبرپاڼې سره سم، ياده پيښه تيره شپه (دوشنبه، ۵ د غبرګولي) شاوخوا اته بجې د «بابوجي» او يوه بار وړونکي موټر د ټکر له امله شوې چې وروسته د پيښې قربانيان روغتون ته انتقال شوي دي.

سرچينې ويلي چې ياده پيښه د موټر چلونکو د بي احتياطۍ له امله رامنځته شوي ده.

دا په داسي حال کې چې د خلکو د بي احتياطۍ او خرابو لارو له امله وخت ناوخته دغه ډول پيښې رامنځته کيږي.