close
امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په نږدې وخت کې اسلام اباد ته ځي

اطلاعات روز: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې تمه ده د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په نږدې راتلونکې کې اسلام اباد ته سفر وکړي.

د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې له راپور سره سم، یوې ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي چې اوس مهال د متقي سفر ارزول کېږي. د سرچینې په وینا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته سفر منلی دی.

د یوې سرچینې په وینا، دا سفر یو ورځنی نه دی، بلکې درې ورځنی به وي او په پراخو موضوعاتو به پکې خبرې وشي.

سرچینو ویلي چې د متقي لیدنه په لوړه کچه د تعاملاتو د زیاتولو هڅه ده.

ایکسپریس ټریبیون لیکلي چې طالبانو او پاکستان یوه لار نقشه چمتو کړې او د دواړو اړخونو د چارواکو او وزیرانو د سفرونو وړاندوینه پکې شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په اپریل میاشت کې کابل ته سفر وکړ. د ایکسپریس ټریبیون په وینا، دې سفر د طالبانو او پاکستان تر منځ د ترینګلتیا له کمولو سره مرسته کړې ده.

دې رسنۍ په عین مهال کې زیاته کړې چې د هغو ډلو پر خلاف چې پاکستان تهدیدوي، د طالبانو وروستيو اقداماتو د دواړو اړخونو تر منځ د تعامل په زیاتوالي کې مهم رول درلودلی دی.

د ایکسپریس ټریبیون په وینا، پاکستان له ډېره وخته له کابله غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو ډلو له ګواښ سره مقابله وکړي، خو کابل په ښکاره توګه د دې ډلو حضور رد کړی او په خصوصي توګه یې له هغوی سره د مبارزې په برخه کې خپله ناتواني په ډاګه کړې.

مګر په عین مهال کې پاکستان توانېدلی چې طالبان قانع کړي چې دا ډله د ټي ټي پي په وړاندې ځانګړي اقدامات وکړي.

پاکستاني رسنۍ لیکلي چې طالبانو د افغانستان هغه وګړي ځپلي چې د ټي ټي پي غړیتوب لري او د افغانستان د هغو وګړو پر خلاف یې هم اقدام کړی دی چې خلګ له ټي ټي پي سره یو ځای کېدو ته هڅوي.

ایکسپریس ټریبیون لیکلي چې دې اقداماتو د دواړو اړخونو تر منځ د ترینګلتیا له کمولو سره مرسته کړې.