اطلاعات روز: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ اعلان کړی چې د اپریل میاشتې له لومړیو څخه بیا تر اوسه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ۵۰۰ زره کډوال په جبري توګه راستانه کړل شوي دي.
دې سازمان نن (جمعه، ۹ د غبرګولي) پر ایکس لیکلي چې د کډوالو راستنېدنه باید خوندي، په خپله خوښه او په درناوي سره وي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ خبرداری ورکړی چې د مرستو په کمېدو سره افغانستان ته د ګړنګ غاړې ته ټېل وهل کېږي.
دې بنسټ ټینګار کړی چې تر بل هر وخت د افغانستان لاسنیوی اړین دی، ځکه چې راستنېدونکي له نامعلوم راتلونکې سره مخ دي او د خپل ژوند د رغونې په هلو-ځلو بوخت دي.
ایران پرېکړه کړې چ تر څلورو میلیونو پورې کډوال وشړي. په دې لړ کې څلور میلیون کډوال ثبت شوي او د سرشمیرنې پاڼې لري.
پاکستان هم غواړي چې شاوخوا یو میلیون کډوال افغانستان ته ستانه کړي.
د ملګرو ملتونو د سازمان له شمېرو سره سم، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه بیا د ۲۰۲۵ تر اپریل پورې ټولټال ۲.۴۳ میلیون بې اسنادو کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.