اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځايي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په واما ولسوالۍ کې د نښترو په ځنګل کې لګېدلی په بشپړه توګه مړ شوی، مګر په پایله کې یې ۶۰ هکټاره ځنګل هم سوځېدلی دی.
د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم وايي، دا اور چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې لګېدلی و تېره ورځ (پنجشنبه، ۸ د غبرګولي) په بشپړ ډول مړ کړل شو.
صمیم ویلي، دا اور لګېدنه چې د ولسي خلکو او ځايي طالبانو له لوري مهار شوې په پایله کې یې ۶۰ هکټاره ځنګل له منځه تللی دی.
نوموړي د یادې اورلګېدنې د لامل په تړاو نور جزییات ورنه کړل؛ خو په خبره یې ډېری مهال دې ته ورته پېښې د سیلانیانو او شپونکو د بې غورۍ له امله را منځته کېږي.
دا په داسې حال کې چې تر دې څو ورځې مخکې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې هم اورلګېدنه را منځته شوې وه چې له امله یې شاوخوا ۳۰ هکتاره ځنګل سوځېدلی و.