اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار اعلان کړی دی چې اسلام اباد پریکړه کړې چې له طالبانو سره د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو کچه د «سفیر کچې ته لوړه کړي».
ده نن (جمعه، ۹ د غبرګولي) پر ایکس د یوه پیغام په خپرولو سره د پاکستان د دولت دا پرېکړه اعلان کړې ده.
اسحاق ډار لیکلي چې د پاکستان او طالبانو اړیکې د اپریل پر ۱۹ کابل ته د نوموړي تر سفر وروسته مثبت اړخ ته تللې دي.
ده ویلي: «د دې زحمتونو د خوندیتوب لپاره خوشحاله یم چې د پاکستان د دولت پرېکړه اعلانوم چې په کابل کې د شاژدافیر کچه د سفیر کچې ته لوړوي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د دې کچې لوړېدل به د تعامل له زیاتېدو، د اقتصاد، امنیت، معلوماتي ټیکنالوژۍ، سوداګرۍ او راکړې-ورکړې برخو کې د پاکستان او افغانستان د همکارۍ له لا زیاتېدو سره مرسته وکړي.
تر دې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د پیکن په درې اړخیزه غونډه کې د ډیپلوماټیکو اړیکو پر لوړولو هوکړه کړې وه او ټاکل شوې ده چې ژر یوه-بل ته سفیران ولېږي.
د وروستیو درو کلونو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فعالیتونو زیاتوالی د دواړو لورو تر منځ د ترینګلتیا اصلي لامل و.
پاکستان په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د ټي ټي پي په شمول په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي.
په عین مهال کې پاکستانۍ ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې نن لیکلي چې پاکستان بالاخره توانېدلی چې طالبان قانع کړي چې د ټي ټي پي په تړاو یو لړ اقدامات وکړي.
پاکستانۍ رسنۍ لیکلي چې طالبانو د افغانستان پر هغو وګړو فشار راوړی چې د ټي ټي پي غړیتوب لري او همدا راز یې هغه خلګ هم ځپلي چې خلګ له ټي ټي پي سره یو ځای کېدو ته هڅوي.
ایکسپریس ټریبیون زیاته کړې چې دې چارې د دواړو لورو تر منځ د ترینګلتیا له کمېدو سره مرسته کړې ده.
ټاکل شوې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په نږدې راتلونکې کې اسلام اباد ته سفر وکړي.
پاکستان په داسې مهال کې له طالبانو سره د خپلو اړیکو کچه لوړوي چې دا ډله له هند سره هم د خپلو اړیکو د پراخېدو په لټه کې ده.
تازه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړې دي. همدا راز ویل کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو یو شمېر چارواکو هند ته سفر کړی دی.
په عین مهال کې د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې تر څلورو کلونو وروسته یې افغان وګړو ته د ویزې د ورکړې بهیر بیرته پیل کړی دی.